إعدادات العرض
رسول الله صلی الله علیه وسلم به په دعاګانو کې جامعې او لنډې خو اغېزمنې دعاګانې غوره ګڼلې او له دې پرته به یې نورې پرېښودلې
رسول الله صلی الله علیه وسلم به په دعاګانو کې جامعې او لنډې خو اغېزمنې دعاګانې غوره ګڼلې او له دې پرته به یې نورې پرېښودلې
له عاېشې رضي الله عنها څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم به په دعاګانو کې جامعې او لنډې خو اغېزمنې دعاګانې غوره ګڼلې او له دې پرته به یې نورې پرېښودلې.
[صحيح]
الترجمة
العربية বাংলা Bosanski English Español فارسی Français Bahasa Indonesia Tagalog Türkçe اردو 中文 हिन्दी Tiếng Việt ئۇيغۇرچە Hausa Kurdî Português සිංහල Русский Kiswahili অসমীয়া ગુજરાતી Nederlands മലയാളം Română Magyar ქართული Moore ไทย Македонски తెలుగు मराठी Українська ਪੰਜਾਬੀ دری አማርኛ Malagasy ភាសាខ្មែរ ಕನ್ನಡالشرح
د نبي صلی الله علیه وسلم به هغه دعاوې خوښېدې چې د دنیا او آخرت خیر پکې یو ځای شوی وي، الفاظ یې لږ وي خو معنی یې ډېره وي، او د الله تعالی ثناء (ستاېنه) او نېکې غوښتنې پکې وي، او نورې خبرې پکې نه وي.فوائد الحديث
د دعا کولو لپاره لږ خو له خېر څخه ډک الفاظ غوره کول مستحب دي، او د ډېرو جوړو شوو، تکلفي او پېچلو الفاظو کارول ناخوښ ګڼل شوي دي، ځکه دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم له طریقي (سنت) څخه مخالف عمل دی.
رسول الله صلی الله علیه وسلم ته په جوامع الکلم ( ډېرو معنا لرونکو خبرو) ځانګړتیا ورکړل شوې وه.
د هغو دعاوو پيروي کول چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه ثابت وي، که څه هم اوږدې وي او ډېر الفاظ ولري، ځکه دا ټولې د خیر جامعې (شاملې) دعاګانې دي.
التصنيفات
د دعا ادبونه