إعدادات العرض
قسم خوړل د مال خرڅولو (پلورلو) لپاره وسیله، خو د برکت ختمېدو سبب ګرځي
قسم خوړل د مال خرڅولو (پلورلو) لپاره وسیله، خو د برکت ختمېدو سبب ګرځي
له ابوهریره -رضي الله عنه- څخه روایت دی وایي چې: ما له رسول الله -صلی الله علیه وسلم- څخه اورېدلي چې ویل یې: "قسم خوړل د مال خرڅولو (پلورلو) لپاره وسیله، خو د برکت ختمېدو سبب ګرځي."
الترجمة
العربية Bosanski English Español فارسی Français Bahasa Indonesia Русский اردو 中文 हिन्दी Hausa Kurdî Português සිංහල Kiswahili অসমীয়া Tiếng Việt ગુજરાતી Nederlands മലയാളം Română Magyar ქართული मराठी Moore ไทย Македонски తెలుగు Українська ਪੰਜਾਬੀ دری አማርኛ বাংলা Malagasy Tagalog ភាសាខ្មែរ ಕನ್ನಡالشرح
نبي صلی الله علیه وسلم له ډېر قسم خوړلو څخه منع کړې ده، که څه هم یو څوک په راکړه ورکړه کې په خپلو خبرو کې رښتینی وي، هغه ویلي چې قسم د مال د مشهورلو سبب کېږي خو د ګټې برکت له منځه وړي. همدارنګه کېدای شي الله تعالی ورته داسې څه پېښ کړي چې مال یې پکې لهمنځه لاړ شي، لکه غلا، اور، ډوبېدنه، په زبردستۍ اخېستل، چور او داسې نور ناورینونه چې شتمني یې وسره له منځه لاړه شي.فوائد الحديث
د الله په نوم قسم خوړل باید ډېر ستر کار وبلل شي، او باید یوازې د اړتیا په صورت کې وکارول شي.
حرامه ګټه که ډېره هم وي، خو له خېر اوبرکت نه خالي وي.
القاري ویلي: د حرام د ګټې برکت له منځه تلل څو ډولونه لري: یا خو مال ته تاوان رسېږي او لهمنځه ځي، یا دا چې په داسې ځای کې لګېږي چې نه ورته په دنیا کې کومه عاجله ګټه رسوي او نه په آخرت کې ثواب، یا دا چې مال به ورسره پاتې وي خو له ګټې به یې محروم وي او یا دا چې وروسته ترې داسې چا ته په میراث پاتې شي چې شکر یې نه ادا کوي.
نووي رحمه الله ویلي دي: په دې حدیث کې د خرڅلاو (سوداګرۍ) پر مهال له ډېرو قسمونو خوړلو منع راغلې ده، ځکه بېځایه قسم خوړل مکروه (ناخوښ او ناسم) عمل دی، بل دا چې توکی ورسره مشهوریږي او کیدی شي پېرودونکي په قسم خوړلو دوکه شي.
د ډېر قسم خوړلو عادت د ایمان نېمګړتیا او د توحید نقصان دی؛ ځکه ډېر قسم خوړل دوه زیانونه لري:
اول: په قسم کې بېاحتیاطي او بېپروایي، دویم: دروغ ویل، ځکه څوک چې ډېر قسمونه خوري، بالاخره دروغ ترې ویل کیږي، نو پکار ده چې له ډېر قسم خوړلو ځان وساتل شي، لدې امله الله پاک فرمایلي: (وَاحْفَظُوا أَيْمَانَكُمْ) [المائدة:89] یعنې او خپلې لوړې مو وساتئ.
التصنيفات
د خبرو کولو او چپ پاتې کیدلو ادبونه