درې قسمه کسانو سره به الله تعالی د قیامت په ورځ خبرې ونه کړي، نه به یې پاک کړي او د دوی لپاره به دردوونکی عذاب وي

درې قسمه کسانو سره به الله تعالی د قیامت په ورځ خبرې ونه کړي، نه به یې پاک کړي او د دوی لپاره به دردوونکی عذاب وي

له سلمان الفارسی رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: درې قسمه کسانو سره به الله تعالی د قیامت په ورځ خبرې ونه کړي، نه به یې پاک کړي او د دوی لپاره به دردوونکی عذاب وي: زوړ زناکار، کبرجن غریب، او هغه کس چې د الله تعالی لخوا ورکړل شوی مال له سوګند پرته نه پلوري او نه یې پیري.

[صحيح دی] [الطبراني روايت کړی دی]

الشرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم د درې ډوله خلکو په اړه خبر ورکوي چې که دوی توبه ونه کړي او یا ورته د سزا بښنه ونه شي نو د قیامت په ورځ به د الله تعالی لخو د درې ډوله عذابونو مستحق وي: لومړۍ سزا: الله تعالی به له دوی سره د قیامت په ورځ د سختې غصې له امله خبرې ونه کړي او مخ به ترې وګرځوي، او یا به ورسره داسې خبرې وکړي چې هغوی پري خوشحاله نه شي، چې دا به پر دوی د الله تعالی د غصې څرګندونه کوي. دویمه سزا: الله تعالی به هغوی پاکیزه نه کړي، نه به یې ستاینه وکړي او نه بې له ګناهونو پاک کړي. دریمه سزا: دوی ته به په اخرت کې سخت دردوونکی عذاب وي. او دا درې کټګورۍ کسان په لاندې ډول دي: لومړی ډول: بوډا سړی چې د زنا په بد کارۍ اخته وي. دویم: هغه فقیر مال نه لري، خو بیا هم پر خلکو تکبر کوي. دریم: هغه څوک چې د پلور او پېر پر مهال په الله تعالی ډیر قسمونه خوري، چې په دې سره د الله نوم ته سپک ګڼي او د پیسو د ترلاسه کولو لپاره یې وسیله ګرځوي.

فوائد الحديث

قاضي عياض د دې سختې سزا د لامل په اړه ویلي دي چې: له دوی څخه هر یو دا ګناه پداسې حال کې کوي چې دی ترې لرې دی او اړتیا ورته نه لري، او هغه اسباب ورسره کمزوري دي چې له امله دې ګناه ته اړ باسي؛ که څه هم ګناه د هیچا لپاره عذر نه ګڼل کیږي، خو کله چې ورته کومه داسې اړتیا نه وي چې له امله یې دې مجبوریږي دا کار وکړي، او نه د عات له مخې داسې کوم هڅوونکی څه وي، نو پداسې حال کې د دوی دا کړنې هغه چاته ورته دي چې د ضد او قصد له مخې دا کار کوي او د الله تعالی حق ته په سپکه ګوري، او د ګناه قصد یې له اړتیا پرته وي.

زنا، دروغ او تکبر د لویو ګناهونو څخه دي.

تکبر: د حق ردول او د خلک سپک ګڼل دي.

د پېر او پلور پر مهال د ډېر قسم خوړلو پر وړاندې خبرداری او د قسم درناوی او د الله تعالی د نومونو احترام ته هڅوونه، الله تعالی فرمایلي: (وَلَا تَجْعَلُوا اللَّهَ ‌عُرْضَةً ‌لِأَيْمَانِكُمْ...) [البقرة: 32]. او د خپلو قسمونو لپاره تاسو الله هدف مه ګرځوئ (د الله نوم مه استعمالوئ).

التصنيفات

د ګناهونو بدي