إعدادات العرض
نو ما شاهد مه ګرځوه، ځکه زه پر ظلم نه شاهد کېږم
نو ما شاهد مه ګرځوه، ځکه زه پر ظلم نه شاهد کېږم
له نعمان بن بشیر رضي الله عنهما څخه روایت دی چې: زما مور؛ د رواحه لور، زما له پلار څخه غوښتنه وکړه چې زما لپاره د خپل مال یوه برخه ماته ډالۍ کړي، نو پلار مې یو کال دا کار وځنډاوه، بیا یې ومنله، نو مور مې وویل: زه راضي نه یم تر څو رسول الله صلی الله علیه وسلم په هغه څه شاهد ونه ګرځوې چې زما زوی ته یې ډالۍ کوې، نو پلار مې زما لاس ونیوه، زه هغه وخت ماشوم وم، او رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یې بوتلم، ویې ویل: اې د الله رسوله! د دې ماشوم مور غواړي ته پر هغه څه شاهد شې چې زه یې د هغې زوی ته ډالۍ کوم، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: اې بشیره! آیا لدې پرته نور اولادونه لرې؟ ویې ویل: هو، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: آیا ټولو ته دې همدومره (مال) ډالۍ کړی دی؟ ویې ویل: نه، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «نو ما شاهد مه ګرځوه، ځکه زه پر ظلم نه شاهد کېږم»، او د مسلم په روایت کې راغلي: «نو پر دې بل څوک شاهد وګرځوه».
الترجمة
العربية বাংলা Bosanski English Español فارسی Français Bahasa Indonesia Русский Tagalog Türkçe اردو 中文 हिन्दी ئۇيغۇرچە Hausa Português Kurdî Tiếng Việt অসমীয়া Nederlands Kiswahili සිංහල ગુજરાતી Magyar ქართული Română ไทย తెలుగు मराठी دری አማርኛ Malagasy Македонски ភាសាខ្មែរ Українська ਪੰਜਾਬੀ Wolofالشرح
نعمان بن بشیر رضي الله عنهما خبر ورکوي چې: زما مور، عمرة بنت رواحة رضي الله عنها، د هغه له پلار څخه غوښتنه وکړه چې زما زوی ته له خپل مال څخه یوه برخه (تحفه یا بخشش) ورکړي، نو پلار ته مې درنده تمامه شوه او دا کار یې یو کال وځنډاوه، بیا یې پریکړه وکړه چې غوښتنه یې ومني، او نعمان زوی ته یې بخشش ورکړي، نو هغې وویل: تر هغه پورې نه راضي کېږم چې رسول الله صلی الله علیه وسلم پر هغه څه شاهد ونه ګرځوې چې زما زوی ته دې ورکړي دي، نو پلار مې زما لاس ونیوه، پداسې حال کې چې زه هغه مهال کوچنی هلک وم، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغله او ویې ویل: اې د الله رسوله! د دې ماشوم مور؛ د رواحه لور، خوښ ګڼي چې ته پر هغه څه شاهد شې چې ما د دې زوی ته ډالۍ کړي دي، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: اې بشیره! آیا لدې پرته نور اولادونه هم لرې؟ هغه وویل: هو. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «آیا ټولو ته دې همدومره څه ورکړي دي؟ هغه وویل: نه. نو هغه وفرمایل: «پس ما شاهد مه ګرځوه، ځکه زه پر ظلم او نابرابرۍ نه شاهد کېږم». و د مسلم په روایت کې راځي چې د هغه د دې وینا د رټلو په موخه یې هغه ته وویل: پر دې ظلم زما پرته بل څوک شاهد وګرځوه.فوائد الحديث
د اولادونو ترمنځ په ورکړه او ډالیو کې عدل واجب دی، خو نفقه (مصرف) د هر یوه د اړتیا له مخې ټاکل کېږي.
ځینو اولادونو ته په نورو برتري ورکول ظلم او نابرابري ده، او پدې اړه هېڅ ډول ګواه ګرځېدل یا ګواهي ورکول روا نه دي.
نووي وايي: پکار ده چې انسان د خپلو اولادونو ترمنځ په هدیې کې مساوات وکړي، هر یوه ته باید د بل په اندازه ورکړي او هېڅ یوه ته ترجیح ورنه کړي، او د نارینه او ښځینه وو ترمنځ به هم مساوات کوي، زموږ ځینو ملګرو (فقهاوو) ویلي: نارینه ته دې د دوو ښځو په اندازه ورکړل شي، خو صحیح او مشهور قول دا دی چې باید مساوات وشي، ځکه د حدیث ظاهر داسې دی.
هغه احکام چې د شریعت خلاف وي، باطل دي او نه نافذېږي.
د قاضي او مفتي لپاره لازم دي چې په هغو مواردو کې تفصیل وغواړي چې د تفصیل احتمال پکې وي؛ دلیل یې د رسول الله ﷺ دا قول دی چې فرمایي: "ایا له ټولو اولادونو سره دې همداسې کړي دي"؟
نووي وايي: په دې (حدیث) کې دا دلیل دی چې پلار کولای شي له خپل زوی سره په ورکړه (هبه) کې بېرته رجوع وکړي.
د هغه څه په کولو امر شوی چې د وروڼو ترمنځ مینه پیدا کوي او له هغو کارونو ډډه وشي چې د دوی ترمنځ د شخړې لامل ګرځي، یا دا چې له امله یې د مور او پلار نافرماني رامنځته کېږي.
التصنيفات
په اولادونو لګښت