قسم په هغه ذات چې زما نفس د هغه په لاس کې دی، چې دا سورت د قرآن د درېمې برخې سره برابر دی

قسم په هغه ذات چې زما نفس د هغه په لاس کې دی، چې دا سورت د قرآن د درېمې برخې سره برابر دی

له ابو سعید الخدري رضي الله عنه څخه روایت دی چې: یو سړي واوريدل چې سړي بار بار {قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ} لوسته، نو کله چې سهار شو، رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی او د دې عمل یادونه یې ورته وکړه، داسې و لکه دا عمل چې د هغه سړي په اند لږ و، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل:«قسم په هغه ذات چې زما نفس د هغه په لاس کې دی، چې دا سورت د قرآن د درېمې برخې سره برابر دی».

[صحيح دی] [بخاري روايت کړی دی]

الشرح

ابو سعید الخدري رضی الله عنه وایي چې یو سړي د بل سړي څخه وارېدل چې: {قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ} سورت یې بار بار ټوله شپه تلاوت کاوه او له دې يې زيات هيڅ نه لوستل، نو کله چې سهار شو، رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی او د دې خبرې یادونه یې وکړه، داسې ښکارېده لکه چې دا عمل د پوښتونکي له نظره لږ وي، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته سوګند یاد کړ چې پدې عمل تاکید کوي او ویې فرمایل: قسم په هغه ذات چې زما نفس د هغه په لاس کې دی چې دا سورت د قرآن کریم د یو پر درېمې برخې سره برابره ده.

فوائد الحديث

د الاخلاص سورت فضیلت او دا چې د قرآن له دریمې برخې سره برابر دی.

د شپې په تهجد لمانځه کې د قرائت جواز، که څه هم لږ آیتونه وي او د هغوی تکرارول، او لږوالي ته یې په کمه سترګه نه لیدل.

المازري ویلي: ویل کېږي چې معنا یې دا ده چې: قرآن درې مضمونونه لري؛ کیسې، حکمونه او د الله تعالی صفتونه او {قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ} چې دی نو خالص د الله تعالی صفتونه دي، نو دا یې دریمه او له دریو برخو څخه یوه شوه، او ويل شوي چې: د دې معنا دا ده چې د لوستلو ثواب یې له ضرب پرته د قرآن د دریمې برخې د لوستلو له ثواب سره څو چنده کېږي.

التصنيفات

د سورتونو او آیتونو فضیلت