ځینې خلک دې د جمعې د لمانځه له پرېښودلو منع شي، که نه نو الله تعالی به د دوی پر زړونو مهر ولګوي، چې بیا به له غافلو څخه وګڼل شي

ځینې خلک دې د جمعې د لمانځه له پرېښودلو منع شي، که نه نو الله تعالی به د دوی پر زړونو مهر ولګوي، چې بیا به له غافلو څخه وګڼل شي

له عبد الله بن عمر او ابو هریره رضي الله عنهما څخه روایت دی، هغوی دواړو له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې د منبر پر تختو یې فرمایل: "ځینې خلک دې د جمعې د لمانځه له پرېښودلو منع شي، که نه نو الله تعالی به د دوی پر زړونو مهر ولګوي، چې بیا به له غافلو څخه وګڼل شي".

[صحيح دی] [مسلم روايت کړی دی]

الشرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم د خپل منبر له سره هغو خلکو ته خبرداری ورکړ چې د جمعې لمانځه ته نا حاضرېږي او له کوم عذر پرته یې د بې پروایۍ او تنبلۍ له امله پرېږدي چې یا خو دې دا کار پرېږدي او یا دا چې الله تعالی به یې پر زړونو مهر ولګوي او وبه یې پوښي او داسې یوه پرده به پرې راولي چې د حق له پیروۍ څخه یې منع کړي او بیا به د خېر له اسبابو څخه د بې پروا خلکو له ډلې څخه شي، هغه خلک چې نه غواړي په نفسونو کې یې د الله تعالی وېره ځای ولري.

فوائد الحديث

د جمعې لمانځه ته له نه حاضرېدو سخت ممانعت او دا چې دا کار له کبیره ګناهونو څخه یو دی.

نووي ویلي: په حدیث کې دې ته اشاره ده چې د جمعې لمونځ فرض عین دی.

د خطبې لپاره د منبر کارولو مشروعیت.

السندي ویلي: معنی دا چې له دوو شیانو څخه به یو خامخا پېښیږي: یا به دوی د جمعې لمونځ پرېښودل پرېږدي، یا به الله تعالی د دوی زړونه مهر کوي، ځکه چې د جمعې لمونځ په عادت سره پرېښودل په زړه زنګ راخېږوي او خلک له عبادتونو څخه ډډې کولو ته اړباسي.

واعظ او نصیحت کوونکی باید هغه خلک نورو ته افشا نه کړي چې غواړي وعظ ورته وکړي، دا کار د دې لپاره غوره دی چې هغوی نصیحت ومني او د اوامرو پیروي وکړي.