إعدادات العرض
څوک چې ددرېو جمعو لمونځونه د غفلت له امله پرېږدي، نو الله تعالی به یې په زړه باندې مهر ولګوي
څوک چې ددرېو جمعو لمونځونه د غفلت له امله پرېږدي، نو الله تعالی به یې په زړه باندې مهر ولګوي
له ابو جعد ضمري رضي الله عنه څخه روایت دی، کوم چې یو صحابي و، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: "څوک چې ددرېو جمعو لمونځونه د غفلت له امله پرېږدي، نو الله تعالی به یې په زړه باندې مهر ولګوي".
الترجمة
العربية Tiếng Việt Indonesia Nederlands Kiswahili অসমীয়া English ગુજરાતી සිංහල Magyar ქართული Hausa Română ไทย Português मराठी ភាសាខ្មែរ دری አማርኛ বাংলা Kurdî Македонски Tagalog తెలుగు Українська ਪੰਜਾਬੀ മലയാളം Moore ಕನ್ನಡ Türkçe Bosanskiالشرح
رسول الله صلی الله علیه وسلم د جمعې د لمانځه د نه ادا کولو په اړه خبرداری ورکړی او دا چې څوک د سستۍ او غفلت له امله پرته له عذره درې ځلې د جمعې لمونځ پرېږدي نو الله تعالی به یې زړه باندې مهر ولګوي او وبه یې پوښي چې خېر ورته ونه رسېږي.فوائد الحديث
ابن المنذر په دې اړه اجماع روایت کړې چې د جمعې لمونځ فرض عین دی.
هغو کسانو ته خبرداری چې د سستۍ له امله د جمعې لمونځونه پرېږدي چې الله تعالی به یې زړونه مهر کړي.
څوک چې د عذر له امله د جمعې لمونځ پرېږدي، په ګواښ کې شامل نه دی.
شوکاني ویلي: "ثلاث جمع" کې احتمال دا دی چې مراد ترې په مطلق ډول درې جمعې پرېښودل، برابره خبره ده که پرلپسې وي یا جلا جلا، تر دې چې که په هر یو کال کې یې یوه جُمعه پرېښوده نو د دریمې جمعې له پرېښودو وروسته به یې الله تعالی پر زړه مهر ووهي او دا د حدیث ظاهري معنا ده، او کېدی شي مراد ترې پرلپسې درې جمعې وي.
