إعدادات العرض
په اخيري وخت کې به داسې خلک راڅرګند شي چې عمرونه یې لږ او عقلونه یې کم وي، د مخلوق تر ټولو ښه وینا به کوي، خو له اسلامه به داسې وځي لکه غشی چې له لیندۍ څخه وځي
په اخيري وخت کې به داسې خلک راڅرګند شي چې عمرونه یې لږ او عقلونه یې کم وي، د مخلوق تر ټولو ښه وینا به کوي، خو له اسلامه به داسې وځي لکه غشی چې له لیندۍ څخه وځي
له علي رضي الله عنه څخه روایت دی (وايي) کله چې زه تاسو ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم حدیث بیانوم، نو دا چې له اسمان څخه لاندې راپریوځم راته ډېره غوره دي لدې چې په رسول الله صلی الله علیه وسلم درواغ ووایم، او کله چې تاسو سره هغه خبرې کوم چې زموږ او ستاسو تر منځه خپلمنځي خبرې دي، نو جنګ دوکه ده، ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې فرمایل یې: «په اخيري وخت کې به داسې خلک راڅرګند شي چې عمرونه یې لږ او عقلونه یې کم وي، د مخلوق تر ټولو ښه وینا به کوي، خو له اسلامه به داسې وځي لکه غشی چې له لیندۍ څخه وځي د دوی ایمان به تر ستوني هاخوا نه تېرېږي، نو هر چېرې چې ورسره مخ شوئ، ورسره وجنګېږئ او ویې وژنئ؛ ځکه د هغوی وژل د هغه چا لپاره د قیامت په ورځ اجر دی چې وژلی یې وي».
الترجمة
العربية Tiếng Việt Indonesia Nederlands Kiswahili অসমীয়া English ગુજરાતી සිංහල Magyar ქართული Hausa Română ไทย Português मराठी ភាសាខ្មែរ دری አማርኛ বাংলা Kurdî Македонски Tagalog తెలుగు Українська ਪੰਜਾਬੀ മലയാളം Moore ಕನ್ನಡ Türkçe Bosanskiالشرح
امیر المؤمنین علي بن ابي طالب رضي الله عنه وایي چې کله مې تاسو ته د نبي صلی الله علیه وسلم خبرې کولې، نو زه به د کنایې کلمې ونه کاروم، نه به ځان هاخوا دیخوا کړم او نه به هېڅ شی پټ کړم، بلکې زه به په زغرده خبرې وکړم، او دا چې له اسمان څخه راولېږم دا راته ډېره اسانه ده لدې چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په اړه خبرې وکړم او دروغ پرې ووایم، او کله چې هغه خبرې کوم چې زما او د خلکو تر منځه دي، نو جګړه دوکه ده، کېدی شي یوه کنایه وکاروم، یا ځای هاخوا دیخوا کړم او یا خبره پټه کړم، یقینا چې ما له نبي صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې فرمایل یې: په وروستۍ زمانه کې به داسې کم عمره ځوانان راشي چې عقلونه به یې کمزوري وي، دوی به د قرآن کریم څخه خبرې کوي او ډېر به یې تلاوت کوي، خو دوی به له اسلام څخه وځي او له حدودو څخه به یې داسې تېریږي لکه څنګه چې غشی له لیندۍ څخه وځي، د دوی ایمان به د دوی له ستوني څخه نه تېریږي، نو هرچېرې مو چې دوی وموندل، ویې وژنئ، ځکه د دوی وژل به د قیامت په ورځ د هغه چا لپاره اجر وي چې دوی یې ووژلي وي.فوائد الحديث
د خوارجو د ځینو ځانګړتیاوو بیان.
په حدیث کې د نبوت له نښانو څخه یوه ده، ځکه چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم موږ ته د هغه څه په اړه خبر راکړ چې له هغه وروسته به د هغه په امت کې پېښیږي، نو همغسې وشول لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې په اړه خبر ورکړی و.
په جګړه کې د ابهام او غیر مستقیم خبرو کارولو جواز ، او په جګړه کې دوکه په ابهام (توریه)، کمین او داسې نورو لارو ترسره کېدی شي، پرته له دې چې تړون او د خوندیتوب تضمین مات شي، ځکه پدې اړه ممانعت راغلی دی.
نووي ویلي: د (يقولون من خير قول البرية) معنا دا ده لکه دوی چې په ظاهره وایي: لا حکم الا لله، یعنې واکمني یوازې الله لره ده، او داسې نور تبلیغات چې دوی یې د الله کتاب ته نسبت ورکوي.
ابن حجر د (لاَ يُجَاوِزُ إِيمَانُهُمْ حَنَاجِرَهُمْ) په اړه ویلي: مراد ترې دا دی چې ایمان یې په زړونو کې ځای نه دی نیولی؛ ځکه څه شی چې د ستونې سره ودرېږي او ترې تېر نه شي، نو هغه زړه ته نه رسېږي.
قاضي ویلي: علماوو پدې اجماع کړې چې خوارج او دوی ته ورته بدعتیان او متجاوزین چې کله دوی د امام پر وړاندې بغاوت وکړي او د ټولنې د نظر مخالفت وکړي او تفرقه اچوي، نو له اخطار ورکولو او پرې غاړې خلاصولو وروسته ورسره جګړه کول واجب دي.
التصنيفات
د اولیاوو کرامتونه