هېڅوک دې ستاسو څخه خپل (مسلمان) ورور ته په وسله اشاره نه کوي، ځکه هغه نه پوهېږي، ښایي شیطان یې په لاس تصرف وکړي، نو د دوزخ کندې ته به ولوېږي

هېڅوک دې ستاسو څخه خپل (مسلمان) ورور ته په وسله اشاره نه کوي، ځکه هغه نه پوهېږي، ښایي شیطان یې په لاس تصرف وکړي، نو د دوزخ کندې ته به ولوېږي

د ابوهریرة رضي الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله ﷺ فرمایلي: «هېڅوک دې ستاسو څخه خپل (مسلمان) ورور ته په وسله اشاره نه کوي، ځکه هغه نه پوهېږي، ښایي شیطان یې په لاس تصرف وکړي، نو د دوزخ کندې ته به ولوېږي».

[صحيح] [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)]

الشرح

نبي ﷺ مسلمان ته خبرداری ورکړی چې خپل مسلمان ورور ته دې په هېڅ ډول وسلې سره اشاره نه کوي، ځکه هغه نه پوهېږي، کېدی شي شیطان یې اړ باسي چې وسله په لاس کې وخوځوي، خپل (مسلمان) ورور پرې ووژني یا یې ازار کړي، نو په داسې ګناه کې به واقع شي چې د دوزخ کندې ته یې ورسوي.

فوائد الحديث

د مسلمان د وینې دحرمت بیان.

د مسلمان درناوی واجب دی، او باید له دې څخه ځان وساتل شي چې هغه ته په عمل یا وینا ضرر ورسول شي، له دې جملې څخه په وسلې یا فلزي شي اشاره کول دي، که څه هم په ټوکه وي؛ ځکه کېدی شي شیطان یې لاس تېر باسي او د خپل ورور وهل ورته ښایسته کړي، یا یې وسله په لاس کې وخوځوي او له اختیار پرته پرې خپل ورور ته ضرر ورسوي.

د هغو چارو مخنیوی چې حرامو ته لاره هواروي.

د ټولنې پر سلامتۍ او د خلکو ترمنځ د اړیکو پر ساتنه ټینګار او په اشاره یا ګواښ سره د هغوی نه وېرول.

التصنيفات

جنایتونه