بېشکه چې عملونه د نيتونو له مخې (اعتبار) لري

بېشکه چې عملونه د نيتونو له مخې (اعتبار) لري

له امیر المؤمنین؛ عمر بن الخطاب رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې ما له رسول الله صل الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې ویل یې: «بېشکه چې عملونه د نيتونو له مخې (اعتبار) لري، او هر چا ته به هماغه (اجر يا بدله) وي چې نيت یې کړی وي، نو چا چې هجرت د الله او د هغه د رسول لپاره کړی وي، نو د هغه هجرت به (واقعاً) د الله او د رسول لپاره وي؛ او چا چې هجرت د دنيا د (ګټې) لپاره کړی وي چې تر لاسه يې کړي، يا د کومې ښځې لپاره چې نکاح ورسره وکړي، نو د هغه هجرت به (هماغه وي) یعنې د هغه شي لپاره چې هجرت یې ورته کړی دی».

[صحيح دی] [د محدثينو دواړو امامانو ابو عبدالله محمد بن اسماعيل بن ابراهيم بن المغيرة بن بردزبه البخاري او ابو الحسين مسلم بن الحجاج بن مسلم القشيري النيسابوري په خپلو صحيحينو کې روايت کړی دی، چې تر ټولو کره تصنيف شوي کتابونه دي]

الشرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم بیانوي چې هر عمل ته اعتبار په نیت سره ورکول کیږي، او دا حکم په ټولو عملونو کې عام دی، خواه که عبادات وي او یا معاملات، نو چا چې په خپل عمل سره د کومې ګټې اراده وکړه، نو له هغې ګټې پرته ورته بل څه نشته او ثواب یې هم نه کیږي، او چا چې په خپل عمل سره الله تعالی ته د نږدې والي اراده وکړه نو په عمل به یې اجر او ثواب تر لاسه کړي که څه هم هغه یو عادي عمل وي، لکه خوراک او څښاک. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم په عملونو کې د نیت اغېزه داسې بیان کړه چې سره لدې چې په ښکاره به عملونه سره یو شی وي، خو چا چې په هجرت او وطن پرېښودلو سره د الله د رضا اراده وکړه، نو هجرت یې شرعي او د الله تعالی په نېز قبول شوی هجرت دی او د نیت د اخلاص له امله ورته ثواب ورکول کیږي، او چا چې په هجرت سره د دنیوي ګټې اراده وکړه، نو له هجرت څخه یې له همغې ګټې پرته چې نیت یې کړی وي بل څه په لاس نه راوړي او هېڅ اجر او ثواب ورته نشته.

فوائد الحديث

په اخلاص ټینګار، ځکه چې الله تعالی له عملونو څخه هېڅ شی نه قبلوي مګر هغه چې د هغه د رضا لپاره وي.

هغه عملونه چې الله تعالی ته پرې نږدې والی کیږي، که چېرته یې بنده د عادت له مخې وکړي نو هېڅ ثواب ورته پرې نشته، تر دې چې الله تعالی ته پرې د نږدې والي نیت وکړي.

په نيت سره عبادتونه یو له بله جلا کېږي، همدارنګه پرې عبادتونه له عادتونو څخه جلا کېږي.