إعدادات العرض
څوک چې په قرآن کې ماهر وي، هغه به د شریفو، پاکو او عزتمندو ملاېکو سره وي، او څوک چې قرآن لولي، خو د سختۍ له امله پکې بندېږي او لوستل یې ورته ستونزمن وي، نو هغه لره دوه…
څوک چې په قرآن کې ماهر وي، هغه به د شریفو، پاکو او عزتمندو ملاېکو سره وي، او څوک چې قرآن لولي، خو د سختۍ له امله پکې بندېږي او لوستل یې ورته ستونزمن وي، نو هغه لره دوه اجرونه دي
له عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: "څوک چې په قرآن کې ماهر وي، هغه به د شریفو، پاکو او عزتمندو ملاېکو سره وي، او څوک چې قرآن لولي، خو د سختۍ له امله پکې بندېږي او لوستل یې ورته ستونزمن وي، نو هغه لره دوه اجرونه دي".
الترجمة
العربية বাংলা Bosanski English Español فارسی Indonesia Tagalog Türkçe اردو 中文 हिन्दी Français සිංහල Hausa Kurdî Português Русский Tiếng Việt Kiswahili Nederlands অসমীয়া ગુજરાતી Magyar ქართული Română ไทย తెలుగు मराठी ភាសាខ្មែរ دری አማርኛ Македонски Українська ਪੰਜਾਬੀ മലയാളം Moore ಕನ್ನಡالشرح
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي، څوک چې قرآن لولي، او ښه پياوړې حافظه ولري او په لوستلو کې مهارت او زیرکتیا ولري، نو په آخرت کې به یې اجر دا وي چې د هغه مقام به له هغو ملاېکو سره وي چې لیکوالانې او د عزت خاوندانې او نېکې دي، او څوک چې قرآن لولي او د حافظې د کمزورۍ له امله یې په لوستلو کې تېندکونه وهي، خو سره له دې یې بیا بیا هم لولي، ځکه چې حافظه یې کمزورې ده خو بیا یې هم نه پریږدي، نو دا د هغه لپاره ډېره ستونزمنه او سخته چاره ده، نو د ده لپاره دوه اجرونه دي: د لوستلو اجر او په لوستلو کې د سختۍ سره سره د بیا بیا لوستلو اجر.فوائد الحديث
د اجر، ثواب او لوړې مرتبې په موخه د قرآن کریم په حفظولو، پخولو او کره کولو ټینګار.
قاضي ویلي: د دې معنا دا نده چې څوک پکې تېندکونه وهي نو ثواب به یې له ماهر څخه زیات وي، بلکې ماهر ترې غوره دی او ثواب یې ډېر دی؛ ځکه چې هغه به له سفره ملاېکو سره وي او نور هم ډېر اجرونه لري، او د دې مرتبې یادونه یې د بل چا لپاره نده کړې، نو څنګه کېدی شي په اجر کې هغه څوک ورسره یو ځای شي چې د قرآن کریم حفظولو او پخولو ته هېڅ پاملرنه نه کوي او نه یې داسې درک کوي او پاملرنه ورته کوي چې پکې ماهر شي.
ابن باز ویلي: څوک چې قرآن لولي او پکې ماهر وي؛ ښایسته یې لولي او سم یې حفظوي، نو هغه به له: (سفرة الکرام البررة) ملاېکو سره وي، یعنې: کله یې چې په وینا او عمل سره لولي، نه یوازې تلاوت کولو سره. داسې چې ښه یې لولي او عمل پرې کوي، نو په وینا او عمل کې به پرې ټېنګ ولاړ وي.
