د قیامت په ورځ به د ټولو خلکو په پرتله موذنان تر ټولو اوږدې غاړې ولري

د قیامت په ورځ به د ټولو خلکو په پرتله موذنان تر ټولو اوږدې غاړې ولري

له معاویه رضی الله عنه څخه روایت دی وایي چې ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې ویل یې: "د قیامت په ورځ به د ټولو خلکو په پرتله موذنان تر ټولو اوږدې غاړې ولري".

[صحيح دی] [مسلم روايت کړی دی]

الشرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي چې د قیامت په ورځ به د موذنانو غاړې تر ټولو اوږدې وي ځکه چې دوی خلک لمانځه ته رابلي، دوی ته دا اجر د دې عزتمند عمل له امله ورکول کېږي او دا چې خېر یې زیات دی، او د عمل اجر یې لوی دی.

فوائد الحديث

د اذان فضیلت او ورته هڅوونه.

د مؤذنانو د درناوي بیان او د قیامت په ورځ یې د مرتبې لوړوالی.

التصنيفات

بل ژوند, اذان او اقامت