پر ځینو خلکو څه شوي دي چې په لمانځه کې سترګې اسمان ته پورته کوي» نو په دې اړه یې خبره سخته کړه، تر دې چې ویې ویل: «هغوی دې له دې کاره لاس واخلي، که نه نو سترګې به یې…

پر ځینو خلکو څه شوي دي چې په لمانځه کې سترګې اسمان ته پورته کوي» نو په دې اړه یې خبره سخته کړه، تر دې چې ویې ویل: «هغوی دې له دې کاره لاس واخلي، که نه نو سترګې به یې واخیستل شي

له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «پر ځینو خلکو څه شوي دي چې په لمانځه کې سترګې اسمان ته پورته کوي» نو په دې اړه یې خبره سخته کړه، تر دې چې ویې ویل: «هغوی دې له دې کاره لاس واخلي، که نه نو سترګې به یې واخیستل شي».

[صحيح] [بخاري روايت کړی دی]

الشرح

نبي ﷺ هغو کسانو ته خبرداری ورکړی چې په لمانځه کې د دعا او یا بل څه پر مهال سترګې اسمان ته پورته کوي (پورته ګوري)، بیا یې په دې اړه سخت ممانعت وکړ او ګواښ یې وکړ، چې څوک دا کار کوي، د هغوی د سترګو په اړه ویره شته چې ناڅاپه ترې واخیستل شي، په داسې چټکۍ سره چې هغوی به خبر هم نه شي مګر دا چې د بینایۍ نعمت به یې له لاسه ورکړی وي.

فوائد الحديث

د نبي ﷺ د بلنې او د حق د بیانولو ښکلا، چې هغه ﷺ له مخالفت کوونکي کس څخه پرده نه ده پورته کړې؛ ځکه موخه د حق څرګندول و او هغه تر لاسه شول، بل دا چې پدې کې د مقصر انسان د پټ ساتلو مصلحت دی چې دا کار د وعظ د منلو لپاره ډېر اغېزمن دی.

د هر هغه چا قطعي ممانعت او ورته سخت اخطار چې د لمانځه پرمهال سترګې اسمان ته پورته کوي.

په (عون المعبود) کې ویلي: د دې علت دا دی چې کله لمونځ کوونکی سترګې اسمان ته پورته کړي، نو د قبلې له سمت څخه وځي او ترې مخ اړوي، او د لمانځه له حالت او طریقې څخه هم اوړي.

په لمانځه کې د سترګو پورته کول له خشوع سره په ټکر کې عمل دی.

د لمانځه لوی مقام، او دا چې لمونځ کوونکی پکې باید د الله جل جلاله سره د بشپړ ادب پابند وي.

التصنيفات

د لمونځ کوونکو تېروتنې