إعدادات العرض
هغه څوک به دوزخ ته داخل نشي چې د بدر او حدیبیې په پېښو کې یې ګډون کړی وي
هغه څوک به دوزخ ته داخل نشي چې د بدر او حدیبیې په پېښو کې یې ګډون کړی وي
له جابر رضي الله عنهما څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: "هغه څوک به دوزخ ته داخل نشي چې د بدر او حدیبیې په پېښو کې یې ګډون کړی وي".
[صحيح دی] [احمد روایت کړی دی او اصل يې په صحیح مسلم کې دی]
الترجمة
العربية Bosanski English فارسی Indonesia Русский 中文 हिन्दी ئۇيغۇرچە اردو Español Hausa Kurdî Français Português Tiếng Việt Kiswahili Nederlands অসমীয়া ગુજરાતી සිංහල Magyar ქართული Română ไทย తెలుగు मराठी ភាសាខ្មែរ دری አማርኛ বাংলা Македонски Tagalog Українська ਪੰਜਾਬੀ മലയാളം Moore ಕನ್ನಡ Türkçeالشرح
نبي ﷺ خبر ورکوي چې هغه څوک به اور ته داخل نه شي چې د هجرت په دویم کال کې د بدر په جګړه کې د نبي ﷺ سره د جنګ په نیت حاضر شوی وي، او نه هم هغه څوک چې د حدیبیې په سوله کې حاضر شوی وي، چې پکې د رضوان بیعت شوی و او دا د هجرت په شپږم کال کې ترسره شوې وه.فوائد الحديث
پدې کې د بدر او حدیبیې د خلکو فضیلت دی او دا چې هغوی به اور ته نه داخلېږي.
دا څرګندونه چې الله تعالى دوی د ظلمونو څخه ساتي، او دوی ته توفیق ورکوي چې په ایمان به مړینه ورکوي، او دوی په دوزخ کې د مخکنۍ سزا پرته جنت ته داخلوي؛ دا د الله فضل دی چې هر چا ته یې غواړي ورکوي، او الله ډېر لوی فضل لرونکی دی.
