کله چې ستاسو څخه یو څوک لمانځه ته راغی او امام په هر حالت کې و، نو هغه څه دي وکړي چې امام یې کوي.

کله چې ستاسو څخه یو څوک لمانځه ته راغی او امام په هر حالت کې و، نو هغه څه دي وکړي چې امام یې کوي.

له علی بن ابو طالب او معاذ بن جبل - رضي الله عنهما - څخه مرفوع روایت دی: «کله چې ستاسو څخه یو څوک لمانځه ته راغی او امام په هر حالت کې و، نو هغه څه دي وکړي چې امام یې کوي».

[صحيح] [ترمذی روایت کړی دی]

الشرح

کله چې ستاسو څخه یو تن لمانځه ته راغی او امام د قیام، رکوع، سجدې او یا ناستې په حالت کې و نو له امام سره دې په هغه حالت کې یو ځای شي که قیام، رکوع او یا بل حالت وي، او انتظار دې نه باسي تر څو امام ودریږي لکه څرنګه چې ځیني عوام خلک کوي.

فوائد الحديث

لمونځ لاندې کوونکي ته روا دي چې د لمانځه په هره برخه کې له امام سره یو ځای شي، پرته لدې چې د رکوع، سجدې او قعدې (ناستې) تر منځه توپیر وکړي.

په هغه رکعت کې چې له امام سره یو ځای شوی دی د رکعت لاندې کول د رکوع په لاندې کولو سره کیږي، لکه څرنګه چې پرې نور دلیلونه دلالت کوي.

التصنيفات

د امام او مقتدي احکام