قَالَ اللَّهُ: كُلُّ عَمَلِ ابْنِ آدَمَ لَهُ، إِلَّا الصِّيَامَ، فَإِنَّهُ لِي وَأَنَا أَجْزِي بِهِ

قَالَ اللَّهُ: كُلُّ عَمَلِ ابْنِ آدَمَ لَهُ، إِلَّا الصِّيَامَ، فَإِنَّهُ لِي وَأَنَا أَجْزِي بِهِ

له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دي وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «قَالَ اللَّهُ: كُلُّ عَمَلِ ابْنِ آدَمَ لَهُ، إِلَّا الصِّيَامَ، فَإِنَّهُ لِي وَأَنَا أَجْزِي بِهِ، وَالصِّيَامُ جُنَّةٌ، وَإِذَا كَانَ يَوْمُ صَوْمِ أَحَدِكُمْ فَلاَ يَرْفُثْ وَلاَ يَصْخَبْ، فَإِنْ سَابَّهُ أَحَدٌ أَوْ قَاتَلَهُ، فَلْيَقُلْ إِنِّي امْرُؤٌ صَائِمٌ، وَالَّذِي نَفْسُ مُحَمَّدٍ بِيَدِهِ، لَخُلُوفُ فَمِ الصَّائِمِ أَطْيَبُ عِنْدَ اللَّهِ مِنْ رِيحِ المِسْكِ، لِلصَّائِمِ فَرْحَتَانِ يَفْرَحُهُمَا: إِذَا أَفْطَرَ فَرِحَ، وَإِذَا لَقِيَ رَبَّهُ فَرِحَ بِصَوْمِهِ». «الله تعالی فرمايي: د بني آدم هر عمل د هغه لپاره دى پرته له روژې څخه چې هغه زما لپاره ده او زه پرې اجر ورکوم او روژه ډال دی او کله چې په تاسو کې د یو چا د روژې ورځ وي نو پوچې خبرې او په لوړ اواز دې بد رد نه وایي، که چېرته ورته چا کنځلې وکړې او یا یې ورسره شخړه کوله، نو ودې وایي چې زه روژه دار سړی یم، او قسم په هغه ذات چې د محمد صلی الله علیه وسلم نفس د هغه په لاس کې دی چې د روژه دار انسان د خولې بوی د الله تعالی په نزد د مشکو له بوی څخه پاکیزه دی، د روژه دار لپاره دوه خوښۍ دي چې خوشحاله کوي یې: کله چې روژه ماته کړي نو خوشحاله شي او کله چې د خپل رب سره مخ شي نو په خپله روژه خوشحاله شي».

[صحيح] [بخاري روايت کړی دی - متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)]

الشرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي چې الله جل جلاله په قدسي حدیث کې فرمایلي دي: د بنی آدم د هر عمل نیکۍ یو په لسه تر اووه سوه چنده پورې زیاتېږي، پرته له روژې څخه، چې هغه زما لپاره ده او ځان ښودنه پکې نه کیږي، نو زه پرې بدله ورکوم او زه یوازې د هغه د نیک عمل د ثواب په اندازه پوهېږم چې څو چنده یې کړم او نیکۍ یې ورته څومره زیاتې کړم. بیا یې وفرمایل: (او روژه ډال دی) او د دوزخ له اور څخه د ساتنې، پوښ او قوي کلا ده؛ ځکه چې له خواهشاتو څخه ځان ساتل او ګناه کول دي او دوزخ په خواهشاتو پوښل شوی دی. (فإذا كان يوم صوم أحدكم فلا يرفث) نو ناوړه خبرې دې نه کوي لکه د کوروالي او مستۍ په اړه او نه مطلق پوچه وینا دې نه کوي. (ولا يَصخب) او د جنګ جګړې پر مهال دې چغې نه وهي. (فإنْ سابّه أحد أو قاتله) نو که ورته (په روژه کې) ښکنځل وکړه او یا یې ورسره شخړه وکړه؛ نو ودې وایې چې: زه روژه دار یم؛ کېدی شي ترې منع شي، خو که هغه خامخا په رښتیا سره شخړه کوله نو تر ټولو (په لږ زور کارولو سره دې) منع کړي، لکه تېری کوونکی چې څنګه منع کیږي. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم قسم یاد کړ او د هغه ذات په نوم یې لوړه وکړه چې نفس یې د هغه په واک کې دی چې د روژې له امله د روژه لرونکي خوله بدبویه کېدل به د الله تعالی په نېز د قیامت په ورځ د مشکو له بوی څخه ډېره خوشبو وي، او د هغو مشکو له کارولو څخه به ډېر ثواب ولري چی د جمعې په لمانځه او د ذکر په مجلسونو کې یې کارول سنت دي. روژه دار لره دوه خوشحالۍ دي چې پرې به خوښ شي: کله چې روژه ماته کړي نو د لوږې او تندې په ختمېدو سره خوشحالیږي، او پدې چې د روژې د ماتولو اجازه ورکړل شوه، همدارنګه د روژې په بشپړولو او د عبادت په پای ته رسولو او دا چې رب یې پرې اساني راوسته او په راتلونکي کې د روژې نیولو توان ورکړي. (وإذا لقي ربه فرح بصومه) او کله چې د خپل رب سره مخ شي نو د خپلې روژې په بدله او ثواب به خوشحاله شي.

فوائد الحديث

د روژې فضیلت او دا چې روژه خپل خاوند په دنیا کې د شهوتونو او په اخرت کې د اور له عذاب څخه ساتي.

د روژې له آدابو څخه يو دا دی چې له فحشا او بې ځايه خبرو ډډه وشي او د خلکو په ضرر صبر وشي او د هغوی د سپکاوي په مقابل کې په صبر او مهربانۍ سره ځواب ورکړل شي.

که روژه دار یا عبادت کوونکی د خپلو عبادتونو په بشپړېدو او پای ته رسولو خوشحاله شي، دا یې په اخرت کې له اجر څخه څه نه کموي.

پوره خوښي د الله جل جلاله سره په ملاقات کې ده، هغه مهال؛ کله چې صبر کوونکو او روژه لرونکو ته بې حسابه اجر ورکول کیږي.

د ضرورت او مصلحت لپاره خلکو ته د خپل عبادت په اړه خبر ورکول ریا نه ده لکه چې فرمایي: (إني صائم) ، زه روژه یم.

بشپړ روژه لرونکی هغه څوک دی چې (د بدن) غړو یې له ګناهونو، ژبې یې له درواغو، پوچو ویناوو، او داسې درواغ جوړولو چې خلک پرې دوکه کړي، او کېډه یې له خوراک او څښاک څخه روژه وي.

د روژې پر مهال د شور، جنجال او چغو وهلو پر ممانعت ټینګار، کنه نو له روژه دار پرته لدې کارونو هم خلک منع شوي دي، خو د روژې پر مهال پرې زیات ټینګار شوی دی.

دا حدیث هغه ډول حدیث دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې له خپل رب څخه روایتوي او قدسي یا الهي حدیث ورته ویل کیږي؛ دا هغه حدیث دی چې الفاظ او معنا دواړه یې د الله جل جلاله له خوا دي، خو د قرآن کریم ځانګړتیاوې نه لري چې له نورو کتابونو سره یې پرې توپیر کیږي، لکه دا چې په تلاوت کولو سره یې عبادت، د را اخستلو لپاره یې طهارت کیږي او خلک پرې ننګول شوي دي.

التصنيفات

د روژې فضیلت