إعدادات العرض
په جنت کې یوه دروازه ده چې ریان بلل کېږي، د قیامت په ورځ به ترې یوازې روژتیان ننوځي، او له دوی پرته به ترې نور خلک نه ننوځي
په جنت کې یوه دروازه ده چې ریان بلل کېږي، د قیامت په ورځ به ترې یوازې روژتیان ننوځي، او له دوی پرته به ترې نور خلک نه ننوځي
له سهل رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «په جنت کې یوه دروازه ده چې ریان بلل کېږي، د قیامت په ورځ به ترې یوازې روژتیان ننوځي، او له دوی پرته به ترې نور خلک نه ننوځي وبه ویل شي: روژتیان چېرته دي، نو دوی به پاڅېږي او له دوی پرته به ترې بل څوک نه ننوځي، نو کله چې دوی ورننوځي بنده به شي، نو هېڅوک به ترې داخل نه شي».
الترجمة
العربية বাংলা Bosanski English Español فارسی Français Indonesia Русский Tagalog Türkçe اردو 中文 हिन्दी ئۇيغۇرچە Hausa Kurdî Tiếng Việt Nederlands Kiswahili অসমীয়া ગુજરાતી සිංහල Magyar ქართული Română ไทย Português मराठी ភាសាខ្មែរ دری አማርኛ Македонски తెలుగు Українська ਪੰਜਾਬੀ മലയാളം Moore ಕನ್ನಡالشرح
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي چې په جنت کې یوه دروازه ده چې ریان بلل کېږي او د قیامت په ورځ به ترې یوازې روژتیان ننوځي او له دوی پرته به بل څوک نه ننوځي، غږ به وشي چې روژتیان چېرته دي، نو دوی به پاڅېږي او له دوی پرته به بل څوک ترې داخل نه شي، نو کله چې د دوی وروستی تن ورننوځي بنده به شي، نو وروسته به ترې هېڅوک داخل نه شي.فوائد الحديث
نووي ویلي: په حدیث کې د روژې فضیلت او روژتیانو درناوی بیان شوی دی.
الله تعالی د جنت له اتو دروازو څخه یوه روژه تیانو ته ځانګړې کړې ده، نو کله چې دوی ورداخل شي بنده به شي.
دېته اشاره ده چې جنت اته دروازې لري.
السندي ويلي: د هغه دا وينا: چې (روژه لرونکي چېرته دي؟) یعنې هغه کسان دي چې ډېرې روژې نيسي، لکه عادل او ظالم، دا هغه چا ته ويل کېږي چې د دې کړنو عادت لري، نه هغه چا ته چې يو ځل يې کوي.
(الریان) هغه چې تنده ماتوي، ځکه روژه نیونکي تږي کېږي، په ځانګړې توګه د دوبي په اوږدو او ګرمو ورځو کې. نو دوی ته د دوی د عمل سره سم د دې ځانګړې دروازې د نوم له مخې اجر ورکول کېږي چې هغه باب الریان ده، یعنې هغه دروازه چې تنده ماتوي، او ویل شوي چې د ریان د فعلان په وزن ده یعنې هغه چې ډېر خړوبول کوي کوم چې د تندي ضد دی، دا نوم ځکه ورکړل شوی چې دا د روژه نیوونکو د تندې او لوږې په بدل کې اجر دی.
التصنيفات
د روژې فضیلت