إعدادات العرض
لَا يَمُوتَنَّ أَحَدُكُمْ إِلَّا وَهُوَ يُحْسِنُ بِاللهِ الظَّنَّ». «په تاسو کې دې هېچاته مرګ نه راځي، مګر په داسې حال کې چې په الله ښه ګمان ولري
لَا يَمُوتَنَّ أَحَدُكُمْ إِلَّا وَهُوَ يُحْسِنُ بِاللهِ الظَّنَّ». «په تاسو کې دې هېچاته مرګ نه راځي، مګر په داسې حال کې چې په الله ښه ګمان ولري
له جابر رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مې د هغه د مرګ نه درې ورځې مخکې اورېدلي چې وییل یې: «لَا يَمُوتَنَّ أَحَدُكُمْ إِلَّا وَهُوَ يُحْسِنُ بِاللهِ الظَّنَّ». «په تاسو کې دې هېچاته مرګ نه راځي، مګر په داسې حال کې چې په الله ښه ګمان ولري».
الترجمة
العربية বাংলা Bosanski English Español فارسی Français Bahasa Indonesia Русский Tagalog Türkçe اردو 中文 हिन्दी Tiếng Việt සිංහල Hausa Kurdî Kiswahili Português தமிழ் Nederlands অসমীয়া ગુજરાતી አማርኛ ไทย മലയാളം नेपाली ქართული Magyarالشرح
رسول الله صلی الله علیه وسلم مسلمان دې ته هڅوي چې هغه دې نه مري مګر په داسې حال کې چې په الله ښه ګمان ولري، داسې چې د ځنکندن پر مهال پرې د هیله مندۍ اړخ غالب وي چې الله تعالی به پرې رحم کوي او بخښي به یې، ځکه چې د عمل د ښه والي لپاره وېره اړینه ده، او هغه چې کوم حالت دی (ځنکدن) هغه د عملونو حالت نه دی، نو باید چې د هیله مندۍ اړخ پکې غالب وي.فوائد الحديث
د امت په ارشاد او لارښوونه د رسول الله صلی الله علیه وسلم ټینګار او په ټولو حالتونو کې سخته مهرباني؛ آن په مرګونې ناروغۍ کې یې هم خپل امت ته نصیحت کاوه او د نجات لارې یې ورښودلې.
الطیبي فرمایلي: خپل عملونه اوس ښه کړئ، تر څو د مرګ پر مهال پر الله نیک ګمانه اوسئ او یقینا چې د چا عمل له مرګ نه مخکې بد شو د مرګ پر مهال هم پر الله بد ګمانی کېږي.
د بنده لپاره تر ټولو غوره شرایط د امید او وېرې تر منځ اعتدال، او د مینې غلبه ده؛ نو محبت یوه سپرلۍ ده، امید تېز او وېره چلوونکی دی او الله د هغه د مهربانۍ او سخاوت سره نښلوونکی دی.
هغه څوک چې مرګ ورته راغلی وي، نو ورسره ناست خلک یې باید الله تعالی ته هیله مند کړي او دې ته چې په الله تعالی ښه ګمان ولري، په دې حدیث کې راغلي دي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له مرګ څخه درې ورځې مخکې دا وینا وکړه.
التصنيفات
د زړونو عملونه