قَالَ اللهُ تَعَالَى: قَسَمْتُ الصَّلَاةَ بَيْنِي وَبَيْنَ عَبْدِي نِصْفَيْنِ، وَلِعَبْدِي مَا سَأَلَ

قَالَ اللهُ تَعَالَى: قَسَمْتُ الصَّلَاةَ بَيْنِي وَبَيْنَ عَبْدِي نِصْفَيْنِ، وَلِعَبْدِي مَا سَأَلَ

له ابوهریره -رضي الله عنه- څخه روایت دی چې: ما له رسول الله -صلی الله علیه وسلم- څخه اورېدلي دي چې ویل یې: «قَالَ اللهُ تَعَالَى: قَسَمْتُ الصَّلَاةَ بَيْنِي وَبَيْنَ عَبْدِي نِصْفَيْنِ، وَلِعَبْدِي مَا سَأَلَ، فَإِذَا قَالَ الْعَبْدُ: {الْحَمْدُ لِلهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ}، قَالَ اللهُ تَعَالَى: حَمِدَنِي عَبْدِي، وَإِذَا قَالَ: {الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ}، قَالَ اللهُ تَعَالَى: أَثْنَى عَلَيَّ عَبْدِي، وَإِذَا قَالَ: {مَالِكِ يَوْمِ الدِّينِ}، قَالَ: مَجَّدَنِي عَبْدِي، -وَقَالَ مَرَّةً: فَوَّضَ إِلَيَّ عَبْدِي-، فَإِذَا قَالَ: {إِيَّاكَ نَعْبُدُ وَإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ}، قَالَ: هَذَا بَيْنِي وَبَيْنَ عَبْدِي وَلِعَبْدِي مَا سَأَلَ، فَإِذَا قَالَ: {اهْدِنَا الصِّرَاطَ الْمُسْتَقِيمَ، صِرَاطَ الَّذِينَ أَنْعَمْتَ عَلَيْهِمْ غَيْرِ الْمَغْضُوبِ عَلَيْهِمْ وَلا الضَّالِّينَ}، قَالَ: هَذَا لِعَبْدِي وَلِعَبْدِي مَا سَأَلَ». «الله جل جلاله فرمايي چې : ما د خپل ځان او خپل بنده تر منځه لمونځ په دوو برخو ویشلی دی او زما بنده به هغه څه ترلاسه کوي چې هغه یې غواړي،، نو کله چې بنده {الْحَمْدُ لِلهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ} ووایي، نو الله تعالی وفرمايي چې : زما بنده زما حمد ادا کړ ، کله چې ووایي: {الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ}، نو الله جل جلاله وفرمايي چې: زما بنده پر ما ثنا وویله، او کله چې ووايي: {مَالِكِ يَوْمِ الدِّينِ}، نو وفرمایي چې: زما بنده زما لویي بیان کړه،. یو ځل (راوي وویل) الله تعالی وفرمایي چې: خپلې چارې یې ماته راوسپارلې، نو کله چې ووایي: {إِيَّاكَ نَعْبُدُ وَإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ}: الله تعالی وفرمایي چې : دا زما او زما د بنده ترمنځه ده، زما بنده چې هر څه وغواړي هغه لره شته، نو کله چې ووایي: {اهْدِنَا الصِّرَاطَ الْمُسْتَقِيمَ، صِرَاطَ الَّذِينَ أَنْعَمْتَ عَلَيْهِمْ غَيْرِ الْمَغْضُوبِ عَلَيْهِمْ وَلا الضَّالِّينَ}، وایي: دا زما د بنده لپاره دي او زما بنده ته هر هغه څه شته چې هغه یې غواړي».

[صحيح] [مسلم روايت کړی دی]

الشرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې الله تعالی په حدیث قدسي کې فرمایلي دي چې : ما د خپل ځان او خپل بنده تر منځه د فاتحې سورت په لمانځه کې په دوو برخو ویشلی دي، چې نیم یې زما او نیم یې زما د بنده لپاره دی. نو لومړۍ نیمه برخه یې: ستاینه، ثنا او لویي بیانول دي، چې په هغې سره غوره اجر ورکوم. او دویمه نیمایي برخه یې: عاجزي او دعا ده چې زه یې ورته قبلوم او هغه څه ورکوم چې هغه یې غواړي. نو کله چې لمونځ کوونکی ووایي: {الحمد لله رب العالمين}، الله تعالی وفرمایي: زما بنده زما ستاینه وکړه، او کله چې ووایي: {الرحمن الرحيم}، الله تعالی وفرمایي: زما ستاینه یې وکړه، زه یې وستایلم او ماته یې پر بندګانو زما په ټولو نعمتونو اقرار وکړ، او کله چې ووایي: {مالك يوم الدين}، الله تعالی وفرمایي: زما بنده زما لویي بیان کړه، کوم چې لوی عزت دی. کله چې ووایي: {إياك نعبد وإياك نستعين}، الله تعالی وفرمایي: دا زما او زما د بنده تر منځه ده. نو لدې آیت څخه لومړۍ برخه یې چې هغه : (إياك نعبد) ده، الله تعالی ته په الوهیت اقرار او د هغه بندګي منل دي، او پدې سره د الله جل جلاله نیمایي برخه پای ته رسیږي. او د آیت دویمه نیمایي برخه د بنده لپاره ده چې هغه : (إياك نستعين) ده، له الله تعالی څخه د مرستې غوښتل او د هغه لخوا د مرستې وعده ده. او کله چې ووایي: {اهدنا الصراط المستقيم * صراط الذين أنعمت عليهم غير المغضوب عليهم ولا الضالين}، الله تعالی وفرمایي: دا زما د بنده لخوا عاجزي او دعا ده، او زما د بنده لپاره هر هغه څه دي چې هغه یې غوښتنه کړې، او ما د هغه دعا قبوله کړې ده.

فوائد الحديث

د فاتحې (سورت) لوی شان لري او دا چې الله تعالی ورته (لمونځ) ویلی دی.

خپل بنده ته د الله تعالی د پاملرنې بیان، چې د خپل بنده په حمد، ثنا او لویۍ بیانولو سره یې د هغه ستاینه وکړه، او له هغه سره یې ژمنه وکړه چې څه وغواړي هغه به ورکړي.

د دې سپيڅلي سورت په ترڅ کې د الله تعالی ستاینه، د آخرت یادوونه، له الله تعالی څخه د دعا غوښتنه، هغه ته په عبادت کې اخلاص، له هغه څخه سمې لارې ته د هدایت سوال او د باطلو لارو په اړه خبر داری ورکړ شوی دی.

لمونځ کوونکی چې کله فاتحه لولي نو دا سورت احساسوي، او په لمانځه کې یې عاجزي زیاتیږي.

التصنيفات

د سورتونو او آیتونو فضیلت, د قرآن کریم فضیلت