موږ ته د برېتو (سنت)اخېستلو، نوکانو لنډولو، تخرګونو وېستلو او د نامه نه لاندې برخې کلولو لپاره نېټه ټاکل شوې ده چې له څلوېښتو شپو یې زیات پرې نه ږدو

موږ ته د برېتو (سنت)اخېستلو، نوکانو لنډولو، تخرګونو وېستلو او د نامه نه لاندې برخې کلولو لپاره نېټه ټاکل شوې ده چې له څلوېښتو شپو یې زیات پرې نه ږدو

له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت وایي چې: موږ ته د برېتو (سنت)اخېستلو، نوکانو لنډولو، تخرګونو وېستلو او د نامه نه لاندې برخې کلولو لپاره نېټه ټاکل شوې ده چې له څلوېښتو شپو یې زیات پرې نه ږدو.

[صحيح] [مسلم روايت کړی دی]

الشرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم د سړي سنتو، د لاسونو او پښو د نوکانو لنډولو، تخرګ وېښتانو وېستلو او د نوم نه لاندې سنت اخېستلو لپاره وخت ټاکلی چې باید له څلوېښتو ورځو زیات پرې نښودل شي.

فوائد الحديث

شوکاني ویلي: غوره نظر دا دی چې تر څلوېښتو ورځو پورې محدود شي، کومه نېټه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته ټاکلې ده، نو زیاتول یې جواز نلري، که چېرته چا پرېښودل چې اوږده شي خو ټاکلې نېټه پای ته نه وي رسیدلي نو دا د سنت مخالف عمل نه بلل کیږي.

ابن هبیره ویلي: دا حدیث د ځنډولو وروستی حد ښیي، خو غوره ده چې له دې موخې مخکې واخېستل شي.

په نظافت، پاکوالي او زینت د اسلام ټینګار.

برېتونه لنډول، چې له پاس شونډې یو څه وېښتان واخېستل شي.

د تخرګ د ویښتانو ایستل، د هغو ویښتانو لرې کول چې هلته وده کوي، کومه چې د اوږې په برخه کې د لاس بند لاندې ساحه ده.

د ناف ویښتان خریل، کوم چې د نارینه او ښځینه دواړو د تناسلي غړو شاوخوا وده کوونکي ویښتان دي.

التصنيفات

فطرتي سنتونه