داسې واکمنان به (راشي) چې دروغ وايي او ظلم کوي، نو چا چې د دوی په دروغو باور وکړ او په ظلم کې یې ورسره مرسته وکړه هغه زما څخه نه دی، او زه له هغه څخه نه یم

داسې واکمنان به (راشي) چې دروغ وايي او ظلم کوي، نو چا چې د دوی په دروغو باور وکړ او په ظلم کې یې ورسره مرسته وکړه هغه زما څخه نه دی، او زه له هغه څخه نه یم

له حذیفة رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: "داسې واکمنان به (راشي) چې دروغ وايي او ظلم کوي، نو چا چې د دوی په دروغو باور وکړ او په ظلم کې یې ورسره مرسته وکړه هغه زما څخه نه دی، او زه له هغه څخه نه یم، او په حوض کې به پر ما نه راځي، مګر څوک چې د دوی په دروغو باور ونکړي او په ظلم کې ورسره مرسته ونه کړي هغه زما څخه دی، او زه له هغه څخه یم، او د حوض سره به پر ما راشي."

[صحيح] [احمد روايت کړی دی]

الشرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي چې د هغه له وفات نه وروسته به داسې واکمنان راشي چې په خبرو کې به دروغ وايي، هغه څه به وايي چې نه یې کوي، او په خپل قضاوت کې به ظالم وي، نو څوک چې ورغی او د دوی په دروغو یې باور وکړ، یا یې په ظلم کې د دوی ملاتړ وکړ او یا په وینا لکه چې د هغوی په ګټه یې فتوا ورکړه تر څو ورته ځان نږدې کړي، د هغه څه په تمه چې له هغوی سره دي؛ نو زه ترې بې زاره یم او زما څخه نه دی او د قیامت په ورځ به په حوض کې پر ما نه راتیریږي، او څوک چې هغوی ته ور نشي او په دروغو کې یې ریښتیني ونه ګڼي او په ظلم کې یې ملاتړ ونه کړي نو هغه زما څخه دی او زه له هغه څخه او د قیامت په ورځ به په حوض کې پر ما راشي.

فوائد الحديث

واکمنانو ته د دې لپاره ورتګ چې مشوره او لارښوونه ورته وشي او شر یې د خلکو له سره څخه کم شي، خو که څوک پدې موخه ورشي چې په ظلم کې د هغوی ملاتړ وکړي او په دروغو کې یې ریښتیني وګڼي نو دا ناوړه او د غندني وړ کار دی.

د هغو کسانو لپاره د خبرداري چې په ظلم کې د واکمن ملاتړ کوي.

په حدیث کې ګواښ د دې عمل په حراموالی دلالت کوي او دا چې دا یوه له لویو ګناهونو څخه ده.

په نیکۍ او تقوا کې همکارۍ ته هڅوونه او په ګناه او تیري کې د همکارۍ ممانعت.

زموږ نبي محمد صلی الله علیه وسلم ته د حوض ثابتېدل او دا چې امت به یې پرې تیریږي.

التصنيفات

د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادبونه, د امام حق په رعیت