إعدادات العرض
د خلکو وېره دې ستاسو څخه هېڅوک له حق ویلو څخه منع نه کړي، کله چې هغه حق وویني او یا پرې پوه شي
د خلکو وېره دې ستاسو څخه هېڅوک له حق ویلو څخه منع نه کړي، کله چې هغه حق وویني او یا پرې پوه شي
له ابو سعید الخدري رضي الله عنه څخه روایت دی چې نبي صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «د خلکو وېره دې ستاسو څخه هېڅوک له حق ویلو څخه منع نه کړي، کله چې هغه حق وویني او یا پرې پوه شي».
[صحيح دی] [او ابن ماجه او احمد روايت کړی دی]
الترجمة
العربية Tiếng Việt Indonesia Nederlands Kiswahili অসমীয়া English ગુજરાતી සිංහල Magyar ქართული Hausa Română ไทย Português मराठी ភាសាខ្មែរ دری አማርኛ বাংলা Kurdî Македонски Tagalog తెలుగు Українська ਪੰਜਾਬੀ മലയാളം Moore ಕನ್ನಡ Türkçe Bosanskiالشرح
رسول الله صلی الله علیه وسلم خپلو ملګرو ته خطبه وویله او له هغو سپارښتنو څخه چې خپلو ملګرو ته یې وکړې دا وه چې د خلکو وېره، او ځواک دې یو مسلمان د حق له ویلو یا پرې له امر کولو څخه منع نه کړي، کله چې حق وویني او یا پرې پوه شي».فوائد الحديث
د حق په ښکاره کولو ټېنګار او دا چې د خلکو له وېرې باید پټ نه کړای شي.
د حق ویلو معنی دا نه ده چې په ویلو کې یې ادب مراعات نه شي، او یا په کې حکمت او نیکې وینا ته پام ونه شي.
د نارواوو منع کول واجب دي، او دا چې د الله تعالی حق ته د هغو خلکو د ګټو په پرتله لومړیتوب ورکړل شي چې ورسره په ټکر کې دي.
