إعدادات العرض
لومړی هغه څه چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم - ته پرې له وحی پیل وشو؛ ریښتیني خوبونه وو
لومړی هغه څه چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم - ته پرې له وحی پیل وشو؛ ریښتیني خوبونه وو
له ام المؤمنین عائشه رضي الله عنها څخه روایت دی وایي چې: لومړی هغه څه چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم - ته پرې له وحی پیل وشو؛ ریښتیني خوبونه وو نو هېڅ خوب به یې نه لیده مګر دا چې د روڼ سهار په څېر به واقع کېده، بیا یې ګوښه والي ته لیوالتیا پیدا شوه، نو د حراء په غار کې به د عبادت په موخه ګوښه کېده او د شمار شپې به یې عبادت کاوه مخکې لدې چې خپلې کورنۍ ته راشي، نو د دې کار لپاره به یې توښه برابروله، بیا به خدیجې ته راته او د هغې په څېر به یې توښه برابره کړه، تر دې چې حق (جبرائیل - علیه السلام-) ورته راغی، پداسې حال کې چې هغه د حرا په غار کې و، نو ملايکه ورته راغله او ورته یې وویل: « ولوله، هغه وویل: زه لوستونکی نه یم، وایې: زه یې راونیولم او زور یې راکړ تر دې چې ساه مې تنګه شوه، بیا یې خوشې کړم، راته یې وویل: ولوله، ما وویل: زه لوستونکی نه یم، نو راویې نیولم، په دویم ځل یې زور راکړ تر دې چې ساه مې تنګه شوه، بیا یې خوشې کړم، راته یې وویل: ولوله، ما وویل: زه لوستونکی نه یم، نو راویې نیولم، او د دریم ځل لپاره يې زور راکړ، بیا یې خوشې کړم، راته یې وویل: {اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَق خَلَقَ الإِنسَانَ مِنْ عَلَق اقْرَأْ وَرَبُّكَ الأَكْرَم} [العلق:1-3] ، ژباړه: ولوله په نوم د رب خپل؛ هغه ذات چې پیدا کړی یې دی، پیدا کړی یې دی انسان له پنډې شوې وینې څخه، ولوله او ستا رب د عزت خاوند دی» نو رسول الله صلی الله علیه وسلم پدې آیتونو سره خدیجې رضي الله عنها ته راغی پداسې حال کې چې زړه یې لړزېده، او ویې ویل: «زَمِّلُونِي، زَمِّلُونِي» یعنې په کالیو کې مې تاو کړئ، هغوی تاو کړ، تر دې چې وېره ترې لاړه، نو خدیجې ته یې کېسه وکړه او ویې ویل: «په رښتیا چې په خپل ځان ووېرېدم» خدیجې وویل: داسې نه ده، قسم په الله چې الله به دې هېڅکله ذلیل نه کړي، ځکه ته خپلوې پالي، د اړمنو لاسنیوی کوې، ګټوره سوداګري کوې او نورو سره مرسته کوې، میلمه پالې، او په حقه د اړمنو مرسته او ملاتړ کوې، نو خدیجې خپل د تره زوی ورقه بن نوفل بن اسد بن عبد العزا ته وروست چې نصراني و او د جاهلیت پر مهال نصراني شوی و، په عبراني ژبه يې ليکل کولی شو، او د انجيل نه به يې په عبراني ژبه ليکل کولی څومره چې الله تعالی وسه ورکړې وه، حال دا چې هغه یو عمر خوړلی انسان و او ړوند شوی و، نو خدیجې ورته وویل: اې د کاکا زويه، له خپل وراره څخه دې واوره، نو ورقه ورته وويل: وراره څه وینې، یعنې څه دې لیدلي دي؟ نو رسول صلی الله عليه وسلم پر هغه څه خبر کړ چې ليدلي يې و، ورقه ورته وويل: دا هغه ناموس (راز دار) دی چې الله تعالی پر موسی عليه السلام نازل کړی و، كاش زه هغه مهال ځوان وای (چې ستا ملاتړ او مرسته مې کړی وی)، کاش زه هغه مهال ژوندی واى چې قوم دې تا ( له وطنه ) وباسي، نو رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمایل: «ايا هغوی به ما وباسي؟» هغه وويل: هو، هر چا چې ستا غوندې څه راوړي، له هغه سره دښمني شوی، که هغه ورځ زه وم نو ټينګه مرسته به دې کوم، بیا ورقه یو څه وخت ژوندی و، بیا مړ شو، او وحې د څه وخت لپاره بنده شوه.
الترجمة
العربية Tiếng Việt Indonesia Nederlands Kiswahili অসমীয়া English ગુજરાતી සිංහල Magyar ქართული Hausa Română ไทย Português मराठी ភាសាខ្មែរ دری አማርኛ বাংলা Kurdî Македонски Tagalog తెలుగు Українська ਪੰਜਾਬੀ മലയാളം Moore ಕನ್ನಡ Türkçe Bosanskiالشرح
عائشه رضي الله عنها وایي چې لومړی هغه څه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته پرې وحی پېل شوه؛ هغه ریښتیني خوبونه و چې په خوب کې به یې لیدل، نو هېڅ خوب به یې نه لېده مګر دا چې د روڼ سهار په څېر به رېښتیا کېدل، بیا ګوښه والي ته لیواله شو، چې د حرا په غار کې به ګوښه کېده، نو مخکې لدې چې خپلې کورنۍ ته راشي هلته به یې په شمار شپې عبادت کاوه، او د ځان سره به یې توښه وړله، بیا به ام المؤمنین خدیجې رضي الله عنها ته ورګرځیده نو د شپو د شمار په کچه به یې توخه وړله، تر دې چې حقه چاره ورته په داسې حال کې راغله چې دی د حراء په غار کې و. نو جبرائیل علیه السلام ورته راغی او ورته یې وویل: ولوله، هغه صلی الله علیه وسلم وفرمایل: زه لوستل نه شم کولی، فرمایي: راویې نیولم ځانته یې جوښت کړم او زور یې راکړ، تر دې چې زور او سختي راباندې راغله، بیا یې خوشې کړم او ویې ویل: ولوله: ما وویل: لوستل نه شم کولی، نو په دویم ځل یې زور راکړ تر دې چې سختي راباندې راغله بیا یې خوشي کړم راته یې وویل: ولوله، ما وویل: لوستل نه شم کولی، نو راویې نیولم او په دریم ځل یې زور راکړ راته یې وویل: {اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ. خَلَقَ الإِنْسَانَ مِنْ عَلَقٍ. اقْرَأْ وَرَبُّكَ الأَكْرَمُ} [العلق: 1-3]. نو رسول الله صلی الله علیه وسلم لدې آیتونو سره خپلې مېرمنې ام المؤمنین خدیجې رضي الله عنها ته په داسې حال کې ورغی چې زړه یې د مرګ له وېرې درزېده او ویې فرمایل: په جامو کې مې ونغاړئ، په جامو کې مې ونغاړئ، هغوی په جامو کې ونغاړه تر دې چې وېره ترې لاړه، نو خدیجې ته یې وویل، خبره یې کړه او ویې فرمایل: پر ځان له مرګ څخه ووېرېدم، نو خدیجې ورته وویل: داسې نه ده، قسم په الله چې الله به دې هېڅکله ذلیل نه کړي، ته هغه څوک یې چې خپلوي پالې، هغه کمزوري پالې چې خپلې چارې مخته وړلای نه شي، هغه فقیر ته خېر رسوې چې هېڅ نه لري، خلکو ته هغه څه ورکوې چې له نورو سره یې نه شي موندلای، میلمه پالې او د حق په چارو کې مرسته کوې. نو خدیجې ورقه بن نوفل بن اسد بن عبد العزی ته ورووست چې هغه یې د تره زوی و، دی هغه سړی و چې جاهلیت یې پرېښی و او نصراني شوی و، له انجیل څخه به یې په عبراني هغه څه لیکل چې الله یې وسه ورکړې وه، حال دا چې عمر خوړلی و او لید یې له لاسه ورکړی و، نو خدیجې ورته وویل: ای د کاکا زویه، له خپل وراره څخه دې واوره، ورقه ورته وویل: ای وراره، څه ګورې (څه دې لیدلي)؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم پر هغه څه خبر کړ چې لیدلي یې وو، ورقه ورته وویل: دا جبرائیل دی، هغه چې الله پر موسی علیه السلام نازل کړی و، کاش زه دا مهال ځوان وای، کاش زه هغه مهال ژوندی یم چې قوم دې تا وباسي، هغه صلی الله علیه وسلم وفرمایل: آیا هغوی به ما وباسي؟! هغه وویل: هو، هېچا ستا په څېر یو څه نه دي راوړي مګر دا چې زیانمن شوی او دښمني ورسره شوې ده، او که چېرته په هغه ورځ زه ژوندی وم، نو کلکه مرسته به دې وکړم. بیا یو څه وروسته ورقه مړ شو، او وحی د یو څه وخت لپاره وځنډیده.فوائد الحديث
رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د وحې د پیلېدو بیان.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم خوب لیدل یو ډول وحی ده.
د توخي برابرولو مشروعیت، او دا کار د توکل سره په ټکر کې نه دی، ځکه د توکل کوونکو سردار صلی الله علیه وسلم به توخه برابروله.
د الله سبحانه وتعالی بشپړ سخاوت چې بندګانو ته یې هغه څه وروښودل چې هغوی پرې نه پوهېدل، او د ناپوهۍ له تیارو څخه یې د پوهې رڼا ته راواړول.
د علم د لیکنې فضیلت؛ ددې له لارې، علوم ثبت شول، علم او فلسفه مستند شول، د پخوانیو خلکو کیسې خوندي شوې، د الله تعالی نازل شوي کتابونه خوندي شول، او د دین او دنیا چارې سمې شوې.
لومړی هغه څه چې له قرآن کریم څخه نازل شوي دي هغه: {اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ} [العلق: 1] دی.
غوره اخلاق او د خېر خصلتونه له بدو پایلو او هر ډول بدبختیو څخه د ساتنې وسیله ده، د چا چې ښېګڼې ډېرې وي نېکه پایله به ولري، او هیله ده چې هغه به په دین او دنیا دواړو کې خوندي وي.
د مشروع مصلحت لپاره د یو چا په مخ کې د هغه ستاینه روا ده.
وېرېدلي انسان ته ډاډ او زېری ورکول او ورته د خوندیتوب د اسبابو یادونه.
د خدیجې رضی الله عنها د کمال، د هغې سالم نظر، د هغې پياوړې روحیه او لویه پوهه او عظمت پر دې تر ټولو لوی ثبوت او دلیل دی چې هغې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم په صفت کې د فضیلتونو اصول راټول کړي دي، ځکه نیکي خو یا له خپلوانو سره کېږي او یا له پردیو سره، یا په بدن سره کېږي او یا په مال، یا له هغه چا سره چې په خپلو پښو ولاړ وي او يا په نورو تکيا وي، او هغې په مناسب ځای کې خبرې په تفصیل او پراخ ډول وکړې، چې هلته اوږد بیان مناسب و.
کله چې چاته یو څه پېښ شي، نو ورته مستحب دي چې داسې یو څوک پرې خبر کړي چې د هغه په نصیحت او سالم نظر باوري وي.
