إعدادات العرض
بېشکه الله تعالی هغه کسانو ته عذاب ورکوي څوک چې په دنیا کې خلکو ته عذاب ورکوي
بېشکه الله تعالی هغه کسانو ته عذاب ورکوي څوک چې په دنیا کې خلکو ته عذاب ورکوي
له هشام بن حکیم بن حزام رضي الله عنهما څخه روایت دی چې هغه په شام کې د انباطو په ځینو خلکو تېریده چې هغوی په لمر کې درول شوي و، نو ویې ویل: ولې پر دوی داسې کیږي؟ هغوی وویل: د جزیې نه ورکولو له امله بندیان شوي دي، نو هشام وویل: زه ګواهي ورکوم چې ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اوریدلي چې فرمایل یې: «بېشکه الله تعالی هغه کسانو ته عذاب ورکوي څوک چې په دنیا کې خلکو ته عذاب ورکوي».
الترجمة
العربية বাংলা Bosanski English Español فارسی Français Indonesia Türkçe اردو 中文 हिन्दी Tagalog Hausa Kurdî Русский Tiếng Việt Magyar ქართული සිංහල Kiswahili Română অসমীয়া ไทย Português मराठी دری አማርኛ ភាសាខ្មែរ Nederlands Македонски ગુજરાતી ਪੰਜਾਬੀ മലയാളം ಕನ್ನಡ తెలుగు မြန်မာالشرح
هشام بن حکیم بن حزام رضي الله عنهما په شام کې د عجمو د بزګرانو پر یوه ټولې تېریده چې هغوی په لمر کې درول شوي وو، نو هغه یې د حال په اړه پوښتنه وکړه؟ نو ورته وویل شو چې دا سزا د دې لپاره ورکول کیږي چې هغوی جزیه نه ده ورکړې، سره له دې چې د ورکړې توان یې لري. نو هشام رضي الله عنه وویل: زه ګواهي ورکوم چې ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اوریدلي چې ویل یې: بېشکه الله هغه کسانو ته عذاب ورکوي چې په دنیا کې خلکو ته ناحقه په ظلم سره عذاب ورکوي».فوائد الحديث
جزیه هغه مال دی چې پر بالغو او شتمنو اهل کتابو د اسلام په دیار کې د اوسیدولو او له هغوی څخه د ساتنې په مقابل کې اخېستل کیږي.
په اسلام کې خلکو ته له کوم شرعي موجب پرته تعذیب ورکول حرام دي، که څه هم کافر وي.
ظالمانو ته د ظلم کولو پر وړاندې خبرداری.
په امر بالمعروف او نهی عن المنکر د رسول الله صلی الله علیه وسلم د صحابه کرامو کلک پاتې کیدل.
النووي وایې: دا د بې حقه عذاب ورکولو په اړه دی، نو پدې کې هغه عذابونه شامل نه دي چې د حق په توګه ورکول کیږي، لکه قصاص، حدونه، تعزیر او ورته نور.
التصنيفات
ناوړه اخلاق