نبي صلی الله علیه وسلم په خوشایې او هډوکي له استنجا کولو منع کړې ده

نبي صلی الله علیه وسلم په خوشایې او هډوکي له استنجا کولو منع کړې ده

له ابو هریرة رضي الله عنه څخه روایت وایي چې: نبي صلی الله علیه وسلم په خوشایې او هډوکي له استنجا کولو منع کړې ده او ویلي یې دي چې: دا دواړه پاکوونکي نه دي».

[صحيح دی] [الدار قطني روايت کړی دی]

الشرح

نبي صلی الله علیه وسلم لدې منع فرمایلې چې څوک د تشو او یا ډکو متیازو پسې ځان د څارویو پر هډوکي، خوشایي او یا یې وچو فاضله موادو پاک کړي. دا نجاست نه لري کوي، او نه پرې سړی له نجاست څخه پاکیږي.

فوائد الحديث

د حاجت رفع کولو او استنجاء ځینې آداب بیانول.

په خوشایي سره د ځان پاکولو ممانعت؛ ځکه چې دا خو یا نجس دی او یا خو دا چې د جِنّیاتو د څارویو خواړه دي.

په هډوکو سره د ځان پاکولو ممانعت؛ ځکه چې دا خو یا نجس دی او یا خو دا چې په خپله د جِنّیاتو خواړه دي.

التصنيفات

د حاجت رفع کولو ادبونه