دومره عمل کوئ چې توان یې لرئ، قسم په الله چې؛ الله تعالی (په ثواب او اجر ورکولو) نه ستړی کیږي تر څو چې تاسو (په عمل کولو ستړي نه شئ

دومره عمل کوئ چې توان یې لرئ، قسم په الله چې؛ الله تعالی (په ثواب او اجر ورکولو) نه ستړی کیږي تر څو چې تاسو (په عمل کولو ستړي نه شئ

د رسول الله صلی الله علیه وسلم له مېرمن؛ أم المؤمنین عائشې رضی الله عنها څخه روایت دی چې: رسول الله صلی الله علیه ولم زما سره و چې حولاء بِنْت تُوَيْتِ بْنِ حَبِيبِ بْنِ أَسَدِ بْنِ عَبْدِ الْعُزَّى زموږ په خوا کې تیره شوه ما وویل: چې دا حولاء بنت تویت ده، خلک وایي چې دا د شپې نه ویده کیږی(عبادت کوي) رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: د شپې نه ویده کیږي! دومره عمل کوئ چې توان یې لرئ، قسم په الله چې؛ الله تعالی (په ثواب او اجر ورکولو) نه ستړی کیږي تر څو چې تاسو (په عمل کولو ستړي نه شئ».

[صحيح دی] [متفق علیه دی]

الشرح

کله چې حولاء بنت تویت رضی الله عنها د ام المؤمنین عائشې رضی الله عنها سره وه، نو هغه مهال ترې لاړه، کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغې کور ته راننوت. نو عائشې ورته وویل: دا ښځه د شپې مهال خوب نه کوي، بلکې شپه په لمانځه سره رڼا کوي. نو رسول الله صلی الله علیه وسلم یې دا عمل ښه ونه ګاڼه چې پرځان سختي کوي. د شپې خوب نه کوي! په هغو نېکو عملونو دوامدار بوخت شئ چې توان یې لرئ، ځکه قسم په الله چې، الله هېڅکله خپلو نېکو، پیروي کوونکو بندګانو ته ثواب او بدلې ورکولو نه ستړی کیږي، تر څو چې هغوی ستړي شي او عمل کول پریږدي.

فوائد الحديث

د بدن له توان پورته عبادت کول، د ستړیا او تنبلۍ لامل ګرځي چې له امله یې نفس عبادت پرېښودلو ته اړ کیږي.

د عبادت په ترسره کولو کې اعتدال او منځګړتیا د عبادت د دوام او ثبات لامل ګرځي.

لز دوامداره عمل ، له هغه ډیر عمل څخه غوره دی چې کله وي او کله نه وي.

نووي ویلي: لږ دوامداره عمل د ذِکر، مراقبت، اخلاص او الله ته د مخ کووني لامل ګرځي، د هغه زیات او سخت عبادت برعکس؛ تر دې چې لږ دوامداره نمو وکړي او په زیات او منقطع عمل څو چنده زیات شي.

التصنيفات

په اسلام کې د انسان حقونه