قیامت تر هغه پورې نه قائمیږي، چې خلک په خپلو کې سره په جوماتونو جوړلو کې سیالي وکړي

قیامت تر هغه پورې نه قائمیږي، چې خلک په خپلو کې سره په جوماتونو جوړلو کې سیالي وکړي

له انس رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «قیامت تر هغه پورې نه قائمیږي، چې خلک په خپلو کې سره په جوماتونو جوړلو کې سیالي وکړي»

[صحيح دی] [ابو داود، النسائي او ابن ماجه روایت کړی دی]

الشرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي چې د قیامت د ورځې د نږدې کیدو له نښو څخه یوه دا ده چې خلک به په جوماتونو په جوړولو کې د ښکلا او آرایش پر سر یو پر بل فخر کوي، یا به په جوماتونو کې د دنیوي چارو په اړه فخر کوي، په داسې حال کې چې جوماتونه یوازې د الله د یادونې لپاره جوړ شوي دي.

فوائد الحديث

د جوماتونو په اړه فخر کول حرام دي، او دا عمل د الله پر وړاندې قبول ندی؛ ځکه چې د الله لپاره ندی شوی.

د جوماتونو له سینګارولو څخه ممانعت: لکه رنګولو، نقاشۍ او لیکنو، ځکه چې پدې سره لمونځ کوونکي ورګوري او پرې بوختیږي.

سندي فرمایلي: "د دې حدیث په ریښتینولۍ موجوده وضعیت دلالت کوي، او دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم د لویو معجزو یوه برخه ده.

التصنيفات

د جوماتونو آداب