إعدادات العرض
له پېغمبر صلی الله علیه وسلم سره مې لمونځ وکړ، هغه به ښي لور ته «السَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللَّهِ وَبَرَكَاتُهُ»، او کیڼ لور ته : «السَّلَامُ عَلَيْكُمْ…
له پېغمبر صلی الله علیه وسلم سره مې لمونځ وکړ، هغه به ښي لور ته «السَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللَّهِ وَبَرَكَاتُهُ»، او کیڼ لور ته : «السَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللَّهِ» داسې سلام ګرځاوه
له وائل بن حجر رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې: له پېغمبر صلی الله علیه وسلم سره مې لمونځ وکړ، هغه به ښي لور ته «السَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللَّهِ وَبَرَكَاتُهُ»، او کیڼ لور ته : «السَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللَّهِ» داسې سلام ګرځاوه.
[حسن] [ابوداود روايت کړی دی]
الترجمة
العربية বাংলা Bosanski English Español فارسی Français Bahasa Indonesia Русский Tagalog Türkçe اردو 中文 हिन्दी Hausa Kurdî Português Nederlands Tiếng Việt অসমীয়া ગુજરાતી Kiswahili አማርኛ සිංහල دری ไทย മലയാളം नेपाली Magyar ქართული తెలుగు Македонски Svenskaالشرح
کله به چې رسول الله صلی الله علیه وسلم غوښتل له لمانځه څخه ووځي نو ښي او کیڼ لور ته به یې داسې سلام ګرځاوه چې: لومړی به یې د (السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته) په ویلو سره ښي لور ته او د (السلام عليكم ورحمة الله) په ویلو سره کیڼ لور ته سلام ګرځاوه.فوائد الحديث
د لمانځه څخه د وتلو لپاره (ښي او کیڼ لور ته) د سلام ګرځولو مشروعیت او دا چې سلام ګرځول د لمانځه له ارکانو څخه دي.
مستحب دي چې کله ناکله د سلام ګرځولو پر مهال د (وبرکاته) الفاظ ورزیات شي؛ ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په دوامداره توګه داسې نه کول.
د لمانځه پر مهال د دوو سلامونو ويل واجب رکن دی، خو د تلفظ پر مهال یې مخ ګرځول مستحب دي.
په کار دي چې د (السلام عليكم ورحمة الله) الفاظ د مخ اړولو پر مهال وویل شي؛ نه ترې مخکې او نه وروسته.
التصنيفات
د لمانځه طریقه