إعدادات العرض
بېشکه قبر د آخرت له منزلونو څخه لومړی منزل دی؛ که څوک ترې خلاص شو، نو هغه څه چې وروسته راځي، ترې آسان دي؛ او که ترې خلاص نه شو، نو هغه څه چې وروسته راځي ترې ډېر سخت دي
بېشکه قبر د آخرت له منزلونو څخه لومړی منزل دی؛ که څوک ترې خلاص شو، نو هغه څه چې وروسته راځي، ترې آسان دي؛ او که ترې خلاص نه شو، نو هغه څه چې وروسته راځي ترې ډېر سخت دي
له هانئ؛ د عثمان رضی الله عنه مولی (ازاد کړی شوي غلام) څخه روایت دی، هغه وویل: کله به چې عثمان رضی الله عنه د قبر پر سر ودرېد، دومره به یې وژړل چې ږیره به یې لمده شوه، نو ورته وویل شول: د جنت او دوزخ یادېدو پر مهال نه ژاړې، خو ددې (قبر) له امله ژاړې؟ هغه وویل: بېشکه د الله رسول صلی الله علیه وسلم فرمایلي: بېشکه قبر د آخرت له منزلونو څخه لومړی منزل دی؛ که څوک ترې خلاص شو، نو هغه څه چې وروسته راځي، ترې آسان دي؛ او که ترې خلاص نه شو، نو هغه څه چې وروسته راځي ترې ډېر سخت دي.
الترجمة
العربية বাংলা Bosanski English Español فارسی Français Bahasa Indonesia Русский Tagalog Türkçe اردو 中文 हिन्दी ئۇيغۇرچە Hausa Kurdî Tiếng Việt অসমীয়া Nederlands Kiswahili සිංහල ગુજરાતી Magyar ქართული Română Português ไทย తెలుగు मराठी دری አማርኛ Malagasy Македонски ភាសាខ្មែរ Українська ਪੰਜਾਬੀ Wolof Mooreالشرح
کله به چې امیر المؤمنین عثمان بن عفان رضي الله عنه د قبر پر سر ودرېده، نو دومره به یې ژړل چې اوښکو به یې ږیره لمده کړه، نو ورته وویل شول: کله چې د جنت او دوزخ یادونه کېږي نو ته جنت ته د لیوالتیا او له اور څخه د دوېرې له امله نه ژاړې! خو د قبر له امله ژاړې. هغه وویل: بېشکه رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر راکړی چې قبر د آخرت د منزلونو لومړی منزل دی؛ که څوک ترې خلاص شو او نجات یې ومومه، نو هغه منزلونه چې وروسته پسې راځي د دې پرتله اسان دي؛ او که د قبر له عذاب څخه یې نجات ونه مومه، نو هغه عذابونه چې وروسته تر راځي لا ډېر سخت دي.فوائد الحديث
د دې خبرې وضاحت چې عثمان بن عفان رضي الله عنه سره له دې چې له هغو لسو صحابهوو څخه و چې رسول الله ﷺ هغوی ته د جنت زېری ورکړی و، خو بیا هم له الله تعالی څخه ډېر وېرېدونکی و.
د قبر او قیامت د سختیو یادېدو پر مهال د ژړا مشروعیت.
د قبر د نعمت او عذاب ثبوت.
د قبر له عذاب څخه وېرول.
التصنيفات
د قبرونو وحشتونه