لاس پرې کېږي که څوک د دینار څلورمه برخه او یا له دې پورته غلا کړي

لاس پرې کېږي که څوک د دینار څلورمه برخه او یا له دې پورته غلا کړي

د مؤمنانو له مور؛ عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی هغې ویلي چې: رسول الله ﷺ فرمایلي: «لاس پرې کېږي که څوک د دینار څلورمه برخه او یا له دې پورته غلا کړي».

[صحيح] [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)]

الشرح

نبي ﷺ څرګنده کړه چې د غل لاس هغه مهال پرې کېږي چې د غلا شوې توکي اندازه د دینا د څلورمې برخې او یا له دې زیاته اندازه وي، چې دا قیمت شاوخوا له ۱.۰۶ ګرامه طلا سره مساوي دی.

فوائد الحديث

غلا د لویو ګناهونو (کبایرو) څخه ده.

الله سبحانه وتعالى د غلا کوونکي لپاره جزا ټاکلې، چې هغه د لاس پرې کول دي، لکه څنګه چې په قرآن کې راغلي: او د غل سړي او غلې ښځې دواړو لاسونه پرې کړئ. [المائدة سورت: 38آیت ]، چې سنت د دې پرې کول روښانه کړي دي.

په حدیث کې د «لاس» څخه موخه په بند (مړوند) کې لاس پرې کول دي یعنې د پنجې او مټ تر منځه بند کې.

د غلا کوونکي د لاس پرې کولو حکمت دا دی چې د خلکو شتمني وساتل شي او نور خلک د تیري کولو او غلا څخه منع شي.

د دینار وزن یو مثقال طلا دی، چې اوس مهال د ۲۴ قیراطه طلا د شاوخوا ۴.۲۵ ګرامه سره مساوي کیږي؛ نو د دینا څلورمه برخه څه د پاسه ۱ ګرام کیږي.

التصنيفات

د غلا حد (جزا)