رسول الله صلی الله علیه وسلم به چې د اودس ماتي ځای ته ننوته، نو ما او زما په څېر یو بل ځوان به ورسره د اوبو کوزه او نیزه ګرځوله، نو په اوبو به یې اودس کاوه

رسول الله صلی الله علیه وسلم به چې د اودس ماتي ځای ته ننوته، نو ما او زما په څېر یو بل ځوان به ورسره د اوبو کوزه او نیزه ګرځوله، نو په اوبو به یې اودس کاوه

له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت وایي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم به چې د اودس ماتي ځای ته ننوته، نو ما او زما په څېر یو بل ځوان به ورسره د اوبو کوزه او نیزه ګرځوله، نو په اوبو به یې اودس کاوه.

[صحيح دی] [متفق علیه دی]

الشرح

انس بن مالک رضي الله عنه وایي چې هغه او د هغه په څېر یو بل هلک چې عمر یې ده ته ورته و، د رسول الله صلی الله علیه وسلم پسې ګرځېدل، نو کله به چې د حاجت رفع کولو لپاره ووت، دوي دواړو به ورسره امسا ګرځوله چې لکه د نېزې د نوک په څېر ښاښونه یې درلودل، تر څو یې د ځان لپاره پرده کړي او یا یې د لمانځه پر مهال ستره کړي او دوي به ورسره د اوبو ډک یو کوچنی څرمني لوښی هم ګرځاوه، نو کله به چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د حاجت له رفع کولو فارغ شو، نو یو له دوي څخه به هغه لوښی ورکړ او په اوبو به یې استنجا وکړه.

فوائد الحديث

مسلمان د حاجت رفع کولو لپاره ځان پاکوالي ته چمتوالي نیسي، ترڅو ودرېدو ته اړ نه شي، ځکه کېدی شي له ودرېدو سره چټل شي.

د حاجت رفع کولو پر مهال باید د خلکو د نظر په وړاندې د عورت ساتنه وشي؛ ځکه عورت ته لیدل حرام دي، نو هغه به امسا په ځمکه کې چوخ کړه او یو پرده به یې پرې وځړوله.

اولادونو ته اسلامي آداب ورزده کول او هغوی پرې روزل؛ تر څو یې یو بل ته په میراث پرېږدي.

التصنيفات

د صحابه کرامو - رضي الله عنهم - فضیلتونه, د رسول صلی الله عليه وسلم خدمتګاران, د نجاست لرې کول, د حاجت رفع کولو اداب, په پاکوالي کې د پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - لارښوونه