إعدادات العرض
کله چې جنازه کېښودل شي او سړي یې پر خپلو اوږو بار کړي، نو که مړی نېک انسان وي وايي: وړاندې مې کړئ
کله چې جنازه کېښودل شي او سړي یې پر خپلو اوږو بار کړي، نو که مړی نېک انسان وي وايي: وړاندې مې کړئ
له ابو سعيد الخدري رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله ﷺ فرمایلي: «کله چې جنازه کېښودل شي او سړي یې پر خپلو اوږو بار کړي، نو که مړی نېک انسان وي وايي: وړاندې مې کړئ ( یعنې ژر مې یوسئ) او که ناصالحه وي وايي: هلاکت دی، چېرته یې وړئ؟ د دې غږ هر څه اوري پرته له انسانانو، او که انسانان یې واوري، نو بې هوښه به شي».
[صحيح] [بخاري روايت کړی دی]
الترجمة
العربية বাংলা Bosanski English Español فارسی Français Bahasa Indonesia Русский Tagalog Türkçe اردو 中文 हिन्दी Tiếng Việt සිංහල ئۇيغۇرچە Hausa Kurdî தமிழ் অসমীয়া Nederlands Kiswahili ગુજરાતી Magyar ქართული Română Português ไทย తెలుగు मराठी دری አማርኛ Malagasy Македонски ភាសាខ្មែរ Українська ਪੰਜਾਬੀ Yorùbá Wolofالشرح
پیغمبر ﷺ خبر ورکړی چې کله جنازه پر کټ کېښودل شي او سړي یې پر اوږو بار کړي، نو که چېرته د نېک انسان جنازه وي وايي:- ما وړاندې کړئ- یعنې ژر مې ځای ته ورسوئ، د هغو نعمتونو له امله چې دی یې ګوري او که ناصالحه وي، نو یو بدرنګه کړیکه به وکړي چې «هلاکت دی، دا چېرته وړئ؟! د هغه عذاب له امله چې دی یې خپلې مخې ته ګوري، غږ یې له انسانانو پرته هر څه اوري، او که انسانان یې واوري نو د شدت له امله به یې بي هوښه کړي.فوائد الحديث
صالح انسان خاورو ته له سپارل کېدو وړاندې د نېکمرغۍ بشارتونه ویني، او کافر په دې حالت کې وېريږي؛ او کافر برعکس حالات ویني.
ځینې غږونه شته چې انسان یې نه شي اورېدلای، خو نور مخلوقات یې اوري.
سنت طریقه دا ده چې جنازه د سړیو پر اوږو یوړل شي، نه د ښځو؛ ځکه رسول الله ﷺ ښځې د جنازې پسې له تللو منع کړې دي.
التصنيفات
برزخي ژوند