یو سړی و چې ما بل څوک نه پېژانده چې له جومات څخه دې تر هغه لرې وي، خو هېڅ لمونځ یې نه پرېښوده

یو سړی و چې ما بل څوک نه پېژانده چې له جومات څخه دې تر هغه لرې وي، خو هېڅ لمونځ یې نه پرېښوده

له أُبَيِّ بْنِ كَعْبٍ رَضيَ اللهُ عنه څخه روایت دی، هغه ویلي چې: یو سړی و چې ما بل څوک نه پېژانده چې له جومات څخه دې تر هغه لرې وي، خو هېڅ لمونځ یې نه پرېښوده، وایي نو ورته وویل شول: یا دا چې ما ورته وویل: که ته یو خر واخلې چې د شپې په تیاره او د ورځې په تودوخه کې پرې سپرېږې، هغه وویل: زه نه غواړم چې کور مې د جومات خواته وي، زه غواړم چې تر جومات پورې مزل مې راته ولیکل شي او دا چې بېرته کله خپلې کورنۍ ته ځم، نو رسول الله صلی الله علیه وفرمایل: «الله تعالی درته دا ټول راټول کړي دي».

[صحيح دی] [مسلم روايت کړی دی]

الشرح

ابی بن کعب رضی الله عنه وایي چې له انصارو څخه د یو سړي کور د مسجد نبوي څخه تر ټولو لرې و، حال دا چې هېڅ لمونځ به ترې نه پاتې کېده؛ بلکې هر لمانځه کې به د پېغمبر صلی الله علیه وسلم سره حاضر و، نو ورته وویل شو: که ته یو خر واخلې چې د شپې په تیاره او د ورځې د ګرمۍ پر مهال پرې سپرېدلی؟ نو هغه وویل: زه نه غواړم چې زما کور دې د جومات څنګ ته وي، ځکه زه غواړم چې الله تعالی جومات ته د لمانځه لپاره زما تلل او بېرته راتلل (ثواب) ولیکي، نو دا خبره یې پېغمبر صلی الله علیه وسلم ته ورسېده، هغه وفرمایل: «الله تعالی دا ټول تاته درکړي دي».

فوائد الحديث

د صحابه کرامو د نېکۍ او د اجر د زیاتوالي لپاره ژوره هڅه او زیار.

نووي وایي: پدې کې د دې ثبوت دی چې له جومات څخه په بېرته راګرځېدو کې دومره ثواب دی لکه څومره چې په ورتلو کې دی.

مسلمانان باید یو بل ته په نېکۍ سپارښتنه وکړي او په نیکیو کې مشوره ورکړي، که څوک وويني چې مسلمان ورور یې په سختۍ کې دی، نو ورڅخه د خلاصي په موخه دې ورته سپارښتنه وکړي.

له کوره تر جومات پورې لیرې والی د لمونځ د جماعت پرېښودو لپاره عذر نه دی، تر څو چې اذان اوري.

التصنيفات

د اسلام ښېګڼې او د هغه فضیلت