الرُّؤْيَا الصَّالِحَةُ مِنَ اللَّهِ، وَالحُلُمُ مِنَ الشَّيْطَانِ، فَإِذَا حَلَمَ أَحَدُكُمْ حُلُمًا يَخَافُهُ فَلْيَبْصُقْ عَنْ يَسَارِهِ، وَلْيَتَعَوَّذْ…

الرُّؤْيَا الصَّالِحَةُ مِنَ اللَّهِ، وَالحُلُمُ مِنَ الشَّيْطَانِ، فَإِذَا حَلَمَ أَحَدُكُمْ حُلُمًا يَخَافُهُ فَلْيَبْصُقْ عَنْ يَسَارِهِ، وَلْيَتَعَوَّذْ بِاللَّهِ مِنْ شَرِّهَا، فَإِنَّهَا لاَ تَضُرُّهُ». "ښه خوب لیدل د الله له طرفه دي او بد خوب د شیطان له طرفه، نو که ستاسو څخه یو څوک داسې خوب وویني چې ترې ډاریږي، خپل کیڼ اړخ ته دې لاړې تو کړي، او د هغه خوب له شر څخه دې په الله پناه وغواړي، نو هغه ته به زیان نه رسوي

له أبو قتادة رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «الرُّؤْيَا الصَّالِحَةُ مِنَ اللَّهِ، وَالحُلُمُ مِنَ الشَّيْطَانِ، فَإِذَا حَلَمَ أَحَدُكُمْ حُلُمًا يَخَافُهُ فَلْيَبْصُقْ عَنْ يَسَارِهِ، وَلْيَتَعَوَّذْ بِاللَّهِ مِنْ شَرِّهَا، فَإِنَّهَا لاَ تَضُرُّهُ». "ښه خوب لیدل د الله له طرفه دي او بد خوب د شیطان له طرفه، نو که ستاسو څخه یو څوک داسې خوب وویني چې ترې ډاریږي، خپل کیڼ اړخ ته دې لاړې تو کړي، او د هغه خوب له شر څخه دې په الله پناه وغواړي، نو هغه ته به زیان نه رسوي".

[صحيح] [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)]

الشرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې نېک او خوشحالوونکی خوب د الله له طرفه وي، او بد خوب؛ یعنې داسې څه په خوب کې لېدل چې کرکه ترې کوي او خفه کوي یې، هغه د شیطان له طرفه وي. نو که چا داسې ېو څه ولیدل چې کرکه یې ترې درلوده، خپل چپ اړخ ته دې لاړې تو کړي او له شر څخه دې په الله پناه وغواړي؛ (که یې داسې وکړل) زیان به ورته ونه لري، ځکه چې الله تعالی یې له شر څخه د سلامتیا سبب ذکر کړی دی.

فوائد الحديث

ښه خوب او بد خوب لیدل له هغه څه نه عبارت دی چې ویده انسان یو شی په خوب کې وویني، خو د (رؤیا) کلمه غالبا د هغه خوب لپاره کارول کېږي چې یو څوک په خوب کې ښه او ښایسته شی وویني، او (حُلم) غالبا هغه خوب ته ویل کېږي بد او ناوړه وي، حال دا چې دا دواړه کلمې یوه د بلې پر ځای استعمالېدلی شي.

د خوب ډولونه: ۱ - نیک خوب، دا هغه حق او د الله تعالی له خوا زېری ورکوونکی خوب دی چې یو څوک یې ویني او یا ورته لیدل کېږي، ۲ - کلام نفسي؛ هغه څه چې د انسان په ذهن کې په ویښه اوړي او راوړي، ۳ - خفګان او د شیطان لخوا وېره او وحشت چې بني آدم غمجنوي.

د ښو خوبونو په اړه له یادو ویناوو څخه درې شیان تر لاسه کوو: دا چې د الله ستاینه پرې وکړي او نورو ته پرې زېری ورکړي، او هغه چاته یې ووایي چې مینه ورسره لري، نه هغه چاته چې نه یې خوښېږي.

د بد خوب د لیدلو له یادو شوو ادبونو څخه پنځه خبرې ترلاسه کوو: دا چې پر الله تعالی یې له شر او د شیطان له شر څخه پناه وغواړي، او کله چې له خوبه راویښ شي نو چپ اړخ ته دې درې ځلې لاړې تو کړي او هېچا ته دې نه وایي، او که غوښتل یې چې بېرته ویده شي نو اړخ دې بدل کړي، بیا به ورته زیان ونه لري.

التصنيفات

د خوب لیدلو ادبونه