داسې یوه خبره دې وکړه چې که د بحر له اوبو سره ګډه شي، نو خوند او بوی به یې تغییر کړي

داسې یوه خبره دې وکړه چې که د بحر له اوبو سره ګډه شي، نو خوند او بوی به یې تغییر کړي

له عایشې ام المومنین رضي الله عنها څخه روایت دی هغې ویلي: د صفیه په اړه دې همدا بس دی چې داسې او داسې ده …» (یو راوي وايي: مطلب یې دا و چې له لوړوالي له لحاظه ټیټه ده)، رسول ﷺ وفرمایل: «داسې یوه خبره دې وکړه چې که د بحر له اوبو سره ګډه شي، نو خوند او بوی به یې تغییر کړي»، وایي: ما ورته د یو چا کېسه وکړه، نو ویې فرمایل:« زه نه خوښوم چې یو څوک په یو څه سره یاد کړم حال دا چې خپله داسې او داسې یم».

[صحيح]

الشرح

ام المومنین عایشې رضي الله عنها رسول الله ﷺ ته وویل: «د صفیه لپاره دې همدومره بس دی» – چې مطلب یې د هغې د بدن یوه کوچنۍ نیمګړتیا، لنډوالی و، رسول الله ﷺ وفرمایل: «تا داسې خبره وکړه چې که د بحر له اوبو سره ګډه شوې وای، نو پرې به غالبه شوې وه، هغه به یې بدلې او خرابې کړې وای» هغې وویل: ما خو ورته د یوه کس په څېر عمل وکړ تر څو یې نېمګړتیا په ګوته کړم، نو رسول الله ﷺ وفرمایل: «زه نه خوښوم چې د چا نیمګړتیا بیان کړم، یا د هغه په څېر عمل وکړم، یا داسې خبره وکړم چې یې د کمزورۍ ښودلو سبب شي، حتی که په دې کار دنړۍ ډېره شتمنۍ هم راکړل شوې وای».

فوائد الحديث

له غیبت څخه خبرداری او ترې وېرول.

د خلکو پېښې کول او د سپکاوي او نېمګړتیا بیانولو په موخه یې خلکو ته کېسې کول له حرام غیبت څخه دي.

د بدن نیمګړتیاوې بیانول د غیبت یوه برخه ګڼل کېږي.

قاضي وایي: «المزج» د ګډولو او بل څه سره د یو ځای کولو معنا لري، مطلب دا دی چې که دغه غیبت د بحر په اوبو کې ګډ شوی وای، نو د هغې له ډېرښت او پراخوالي سره به یې هم د هغه حالت ته بدلون ورکړی و؛ نو د لږو اعمالو به څه حال وي چې ورسره ګډ شي.

دا د ښځو تر منځ د حسد او ځینې بېړنیو احساساتو څرګندونه ده چې کله د ښځو تر منځ رامنځته کېږي.

رسول الله ﷺ د ناوړه کارونو تأیید یا تصدیق نه کوي.

دنیا او هغه څه چې پکې دي بې ارزښت او کم ګڼل، کله چې د الله د رضا سره پرتله شي، نه د هغه له قهر سره.

اسلام د ښه اخلاقو دین دی، او امر شوی چې د نورو عزت او آبرو لدې وساتل شې چې په وینا او یا کړنو وښکنځل شي، ځکه پدې سره د مسلمانانو ترمنځ کینه او دښمني پېدا کېږي.

التصنيفات

ناوړه أخلاق