إعدادات العرض
دا چې ستاسو څخه یو څوک خپله رسۍ واخلي، او په شا ګیډي راوچلوي او بیا یې خرڅ کړي او پدې سره یې الله تعالی له (عذاب) څخه مخ وژغوري، دا ورته لدې ډیر غوره دی چې له یو چا څخه…
دا چې ستاسو څخه یو څوک خپله رسۍ واخلي، او په شا ګیډي راوچلوي او بیا یې خرڅ کړي او پدې سره یې الله تعالی له (عذاب) څخه مخ وژغوري، دا ورته لدې ډیر غوره دی چې له یو چا څخه سوال وکړي، چې یا به یې ورکړي او یا به یې ترې منع کړي
له زبیر بن العوام رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «دا چې ستاسو څخه یو څوک خپله رسۍ واخلي، او په شا ګیډي راوچلوي او بیا یې خرڅ کړي او پدې سره یې الله تعالی له (عذاب) څخه مخ وژغوري، دا ورته لدې ډیر غوره دی چې له یو چا څخه سوال وکړي، چې یا به یې ورکړي او یا به یې ترې منع کړي»
الترجمة
العربية বাংলা Bosanski English Español فارسی Français Indonesia Русский Tagalog Türkçe اردو 中文 हिन्दी ئۇيغۇرچە Hausa Kurdî Tiếng Việt Português Magyar ქართული Kiswahili සිංහල Română অসমীয়া ไทย मराठी دری አማርኛ ភាសាខ្មែរ ગુજરાતી Nederlands Македонски ਪੰਜਾਬੀ മലയാളം ಕನ್ನಡ తెలుగు မြန်မာالشرح
رسول الله صلی الله علیه وسلم څرګنده کړه چې یو کس باید خامخا یو کار وکړي، آن تر دې چې یوه رسۍ واخلي، په شا لرګي راټول کړي، بیا یې خرڅ کړي او له همدې لاري وخوري او یې خیرات کړي او د خلکو له ورکړي پرې ځان بسیا شي او د سوال کولو له سپکاوي خپل مخ وژغوري؛ دا به ورته لدې غوره وي چې له خلکو سوال وکړي؛ چې یا به یې ورکړي او یا به یې ترې منع کړي، ځکه له خلکو سوال کولو کې ذلت دی، حال دا چې مومن الله عزتمن پېدا کړی نه سپک او ذلیل.فوائد الحديث
له خلکو څخه له سوال کولو پر ډډې کولو ټینګار او دا چې ځان ترې وساتل شي.
د روزۍ ګټلو لپاره کار کولو ته هڅوونه، اګر که انسان یوه ساده او لږ ارزښت لرونکې حرفه هم ترسره کړي چې د خلکو په نظر کې کوچنۍ وي.
اسلام د سوال کولو او بېکارۍ پر ضد دی؛ له همدې امله یې کار او هڅه کول اړین ګرځولي، اګر که کار کول سخت هم وي لکه لرګي راټولول.
که څوک د کار کولو او رزق ګټلو وړتیا ولري نو سوال کول ورته روا نه دي.
التصنيفات
پېر او پلور (بیوع)