إعدادات العرض
زه ګورم چې ستاسو خوبونه د وروستیو اوو شپو په اړه سره موافق شوي دي، نو څوک چې د قدر شپه لټوي، نو په وروستیو اوو شپو کې دې ولټوي
زه ګورم چې ستاسو خوبونه د وروستیو اوو شپو په اړه سره موافق شوي دي، نو څوک چې د قدر شپه لټوي، نو په وروستیو اوو شپو کې دې ولټوي
له ابن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی چې: د رسول الله صلی الله علیه وسلم ځینو صحابه کرامو ته د قدر شپه په وروستیو اوو شپو کې په خوب کې وښودل شوه، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: ««زه ګورم چې ستاسو خوبونه د وروستیو اوو شپو په اړه سره موافق شوي دي، نو څوک چې د قدر شپه لټوي، نو په وروستیو اوو شپو کې دې ولټوي».
الترجمة
العربية বাংলা Bosanski English Español فارسی Français Bahasa Indonesia Русский Tagalog Türkçe اردو 中文 हिन्दी ئۇيغۇرچە Português Kurdî සිංහල Kiswahili Tiếng Việt অসমীয়া ગુજરાતી Hausa Nederlands മലയാളം Română Magyar ქართული Moore ಕನ್ನಡ Svenska Македонски ไทย Українська తెలుగు मराठी ਪੰਜਾਬੀ دری አማርኛ Malagasy ភាសាខ្មែរالشرح
د پېغمبر صلی الله علیه وسلم له صحابه کرامو څخه ځینو سړیو خوب ولید چې د قدر شپه د رمضان د میاشتې له وروستیو شپو څخه یوه ده. نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: زه ګورم چې ستاسو خوبونه د رمضان د وروستیو اوو شپو په اړه سره یو شی دي، نو څوک چې د قدر شپې پسې ګرځي، او غواړي چې پیدا یې کړي، نو د موندلو پسې دې په زیات عبادت او نېکو عملونو سره کوښښ وکړي، او تمه شته چې دا شپه په همدې وروستیو اوو شپو کې وي، او دا وروستۍ اووه شپې داسې پیلېږي چې: که چېرې رمضان دېرش ورځې وي، نو دا شپې د څلورویشتمې شپې نه پیلېږي، او که چېرې میاشت نهه ویشت ورځې وي، نو له درویشتمې شپې څخه پیلېږي.فوائد الحديث
د قدر د شپې فضیلت او پر لټون یې ټینګار.
الله جل جلاله د خپل رحمت له مخې دا شپه له خلکو څخه پټه کړې ده تر څو خلک په عبادت کې زیار وباسي، تر څو یې لاندې کړي او زیات ثوابونه وګټي.
د قدر شپه د رمضان په وروستۍ لسیزه کې وي او زیاته هیله مندي شته چې په تاقو شپو کې وي.
د قدر شپه د رمضان د وروستیو لسو شپو څخه یوه ده، او دا هماغه شپه ده چې الله تعالی پکې قرآن کریم پر پېغمبر صلی الله علیه وسلم نازل کړی، او دا شپه یې د برکت، عظمت او د نېکو عملونو د اجر له مخې تر زرو میاشتو غوره ګرځولې ده.
د دال توري په سکون سره ورته "لیلة القدر" یا خو: د عظمت او شرافت له مخې ده: لکه چې ویل کېږي: "فلانی د لوړ قدر خاوند دی، نو د شپې نسبت به داسې وي لکه: خپل صفت ته د یو شي نسبت، یعنې قدرمنه شپه، یعنې دا چې دا شپه تر پای پورې لوی قدر او لوړه مرتبه لري او له همدې امله "شریفه شپه" بلل شوې ده، الله تعالی فرمایي: ﴿ إِنَّا أَنْزَلْنَاهُ فِي لَيْلَةٍ مُبَارَكَةٍ ﴾ [الدخان: ۳] ژباړه: "بېشکه موږ هغه (قرآن) په یوه برکتناکه شپه کې نازل کړی، او یا دا چې د تقدیر او اندازې له مخې ورته د قدر شپه ویل شوې ده، نو معنا به یې داسې وي چې دا هغه شپه ده چې پکې د ټول کال برخلیکونه او فیصلې کېږي، الله تعالی فرمایلي: ﴿ فِيهَا يُفْرَقُ كُلُّ أَمْرٍ حَكِيمٍ ﴾ [الدخان: ۴]، ژباړه: "په دې (شپه) كې د هر محكم كار پرېکړه كېداى شي.
التصنيفات
د رمضان د میاشتې وروستۍ لسیزه