إعدادات العرض
د مسلمان ازار - یعنې لنګ يا پرتوګ - د پښو تر نیمایي پورې دی، او هغه څه چې د پښې د ګيټيو (ښنګري) او نصف الساق ترمنځ وي نو ګناه پرې نشته یا باک نه لري، خو کوم چې د ښنګري…
د مسلمان ازار - یعنې لنګ يا پرتوګ - د پښو تر نیمایي پورې دی، او هغه څه چې د پښې د ګيټيو (ښنګري) او نصف الساق ترمنځ وي نو ګناه پرې نشته یا باک نه لري، خو کوم چې د ښنګري (ګیټیو) نه ښکته شي نو هغه په اور کې دی، څوک چې خپل لباس (کمیس او یا پرتوګ) په غرور او تکبر سره (په ځمکه) رټاکاږي، نو الله تعالى به ورته ونه ګوري
له أبو سعید الخدري رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «د مسلمان ازار - یعنې لنګ يا پرتوګ - د پښو تر نیمایي پورې دی، او هغه څه چې د پښې د ګيټيو (ښنګري) او نصف الساق ترمنځ وي نو ګناه پرې نشته یا باک نه لري، خو کوم چې د ښنګري (ګیټیو) نه ښکته شي نو هغه په اور کې دی، څوک چې خپل لباس (کمیس او یا پرتوګ) په غرور او تکبر سره (په ځمکه) رټاکاږي، نو الله تعالى به ورته ونه ګوري»
[صحيح] [رواه أبو داود وابن ماجه وأحمد]
الترجمة
العربية বাংলা Bosanski English Español فارسی Français Bahasa Indonesia Tagalog Türkçe اردو 中文 हिन्दी Kurdî Português සිංහල Tiếng Việt অসমীয়া Nederlands Kiswahili Hausa ગુજરાતી Magyar ქართული Română Русский ไทย తెలుగు मराठी دری አማርኛ Malagasy Македонски Українська ភាសាខ្មែរ ਪੰਜਾਬੀ Yorùbá മലയാളം Svenska Wolof Mooreالشرح
رسول الله صلی الله علیه وسلم څرګنده کړه چې مسلمان نارینه پرتوګ (هغه څه چې د سړي ښکته نیمایي بدن پوښي) درې حالاتونه لري: لومړی حالت: مستحب دی چې د ساق یا پنډۍ تر نیمایي پورې وي. دویم: جایز حالت چې مکروه نه دی، هغه دا دی چې ازار له نېمایي نه لاندې تر ښنګرو یا ګیټیو پورې وي؛ یعنې د پښې هغه دوه راوتي هډوکو پورې چې د پښې او قدم په بند کې دي. دریم حالت: حرام دی چې ازار د پښو له ښنګرو (ګیټیو) نه لاندې وي، نو د دې خطر شته چې د اور (سوځېدو) وړ وګرځي، خو که دا کار په غرور، خوښۍ، او سرکښۍ سره ترسره شي نو (ترسره کوونکي ته به) الله تعالی (د رحمت په نظر) ونه ګوري.فوائد الحديث
دا ځانګړنه او ګواښ یوازې د نارینه وو لپاره دی او ښځې له دې څخه مستثنا دي، ځکه دوی ته حکم شوی چې خپل ټول بدن پټ وساتي.
هر څه چې د نارینه وو نیمایي ښکته بدن پوښي، ازار بلل کېږي؛ لکه پرتوګ، کالي (جامې) او داسې نور ټول د دې حدیث په یادو شرعي احکامو کې شامل دي.
التصنيفات
د جامو ادبونه