اې ابوذره، کله چې شوروا پخوې، ډېرې اوبه ور اضافه کړه او له خپلو ګاونډیانو سره یې شریکه کړه

اې ابوذره، کله چې شوروا پخوې، ډېرې اوبه ور اضافه کړه او له خپلو ګاونډیانو سره یې شریکه کړه

له ابو ذر رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: "اې ابوذره، کله چې شوروا پخوې، ډېرې اوبه ور اضافه کړه او له خپلو ګاونډیانو سره یې شریکه کړه."

[صحيح دی] [مسلم روايت کړی دی]

الشرح

ابوذر الغفاري رضی الله عنه ته رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې کله شوروا پخوې، نو اوبه او ښوروا دې زیات کړه، او خپل ګاونډیان دې پرې وپاله.

فوائد الحديث

ګاونډیانو سره ښه چلند ته هڅوونه.

د ګاونډیانو ترمنځ د ډالیو د تبادلې مستحبوالی، ځکه چې دا کار مینه زیږوي او مینه کې زیاتوالی راولي، او هغه مهال پدې کار زیات ټینګار کیږي، کله چې خواړه ځانګړې خوشبویي ولري او د ګاونډي اړتیا معلومه شي.

ښو کارونو ته هڅوونه او هر هغه څه چې ممکن وي، حتی که لږ هم وي، څو د مسلمانانو زړونو خوشحاله شي.

التصنيفات

سوله او د ګاونډ حکمونه