دوه نعمتونه داسې دي چې ډېر خلک په هغو کې تاواني دي: روغتیا او فراغت (خالي وخت)

دوه نعمتونه داسې دي چې ډېر خلک په هغو کې تاواني دي: روغتیا او فراغت (خالي وخت)

له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «دوه نعمتونه داسې دي چې ډېر خلک په هغو کې تاواني دي: روغتیا او فراغت (خالي وخت)».

[صحيح] [بخاري روايت کړی دی]

الشرح

نبي صلی الله علیه وسلم د الله تعالی له دوو لويو نعمتونو څخه خبر ورکړی، چې ډېری خلک پکې تاواني کېږي، ځکه هغوی دا نعمتونه په ناسم ځای کې لګوي؛ کله چې انسان ته روغتیا ورکړل شي او ورسره وزګار وي، نو په عبادت کې پرې سستي او تمبلي راځي چې پدې سره تاوانی دی او د ډېرو خلکو همدا حال دی، خو که خپل خالي وخت او روغتیا یې د الله په عبادت مصرف کړل کامیاب دی؛ ځکه دنیا د آخرت کرونده ده، او دلته هغه تجارت دی چې ګټه یې په آخرت کې څرګندیږي، خالي وخت پسې بوختیا راځي، روغتیا پسې ناروغي راځي، او که بل څه نه وي، نو زوړوالی (هرم) پخپله (د نعمتونو د پای ته رسېدو لپاره) بس دی.

فوائد الحديث

له سوداګر سره د مشغول انسان تشبیه لدې امله شوې چې روغتیا او فراغت یې د سرمایې (اصلي مال) په څېر ګڼل شوي؛ نو څوک چې خپله سرمایه ښه وکاروي، ګټه به ترلاسه کړي او بریالی به وي، خو که چا ضایع کړل، تاوان به وکړي او پښېمانه به شي.

التصنيفات

د نفسونو پاکوالی