لعنت کوونکي کسان به د قيامت په ورځ نه شاهدان وي او نه شفاعت کوونکي

لعنت کوونکي کسان به د قيامت په ورځ نه شاهدان وي او نه شفاعت کوونکي

له ابو الدرداء -رضي الله عنه- څخه روایت دی چې: ما له رسول الله -صلی الله علیه وسلم- څخه اورېدلي دي چې ویل یې: «لعنت کوونکي کسان به د قيامت په ورځ نه شاهدان وي او نه شفاعت کوونکي».

[صحيح] [مسلم روايت کړی دی]

الشرح

نبي صلی الله عليه وسلم خبر ورکوي چې څوک پر هغه چا زیات لعنت وایي چې هغه یې مستحق نه وي، نو دی د دوو سزاګانو مستحق دی: لومړۍ دا چې: د قيامت په ورځ به پدې شاهدي نه ورکوي چې پېغمبرانو خپلو امتونو ته پېغام رسولی دی، او په دنیا کې به یې شاهدي نه قبلېږي، ځکه چې فاسق دی، او د الله په لار کې قربانېدل به یې نه نصیب کېږي. دویمه دا چې: د قیامت په ورځ به دی هغه مهال شفاعت نشي کولی؛ کله چې مؤمنان د خپلو هغو ورونو لپاره شفاعت کوي چې اور ته د داخلېدو پرېکړه یې شوي وي.

فوائد الحديث

لعنت ویل حرام دي، او دا چې زیات ویل یې له کبیره ګناهونه څخه یوه ده.

په حديث کې يوازې د هغه چا لپاره د سزا یادونه شوې چې ډېر لعنت وایي، نه د هغه چا لپاره چې يو ځل يا دې ورته یې وایي، او لدې څخه هغه لعنت ویل هم مستثنا دي چې جواز لري او شریعت د هغو کسانو په اړه جواز ورکړی چې بدې ځانګړنې لري، خو پرته لدې چې ځانګړی نوم واخېستل شي، لکه: «په یهودو او نصاراوو دې د الله لعنت وي»، «په ظالمانو دې د الله لعنت وي»، «په انځورګرانو دې د الله لعنت وي»، « پر هغه چا دې د الله لعنت وي چې د لوط د قوم عمل کوي»، «پر هغه چا دې د الله لعنت وي چې له هغه پرته بل چاته حلاله کوي»، «پر هغو نارینه وو دې د الله لعنت وي چې ښځو ته ځان ورته کوي او هغه ښځې چې سړیو ته ځان ورته کوي»، او داسې نور.

په قیامت کې د مؤمنانو لخوا د شفاعت کولو ثبوت.

التصنيفات

ناوړه أخلاق