تا ته د دوو رڼاګانو زېری دی چې در کړل شوي، پداسې حال کې ستا څخه وړاندې هېڅ نبي ته نه دې ورکړل شوي: فاتحة الکتاب (فاتحه سورت) او د البقرې سورت وروستي آیتونه دي چې تاته به…

تا ته د دوو رڼاګانو زېری دی چې در کړل شوي، پداسې حال کې ستا څخه وړاندې هېڅ نبي ته نه دې ورکړل شوي: فاتحة الکتاب (فاتحه سورت) او د البقرې سورت وروستي آیتونه دي چې تاته به د دې د هر یو حرف په ویلو سره درکول کېږي

له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی وایي چې: «په داسې حال کې چې جبرائیل علیه السلام د نبي ﷺ سره ناست و چې له پاسه یې یو غږ واورېد، نو سر یې پورته کړ او ویې ویل: دا د اسمان یوه دروازه ده چې نن خلاصه شوه، تر دې مخکې هېڅکله نه وه خلاصه شوې، له هغې څخه یوه ملايکه راکوزه شوه، ویې ویل: دا هغه ملايکه ده چې نن ځمکې ته راکښته شوه، تر دې مخکې هېڅکله نه وه راښکته شوې، نو سلام یې وکړ او ویې ویل: تا ته د دوو رڼاګانو زېری دی چې در کړل شوي، پداسې حال کې ستا څخه وړاندې هېڅ نبي ته نه دې ورکړل شوي: فاتحة الکتاب (فاتحه سورت) او د البقرې سورت وروستي آیتونه دي چې تاته به د دې د هر یو حرف په ویلو سره درکول کېږي».

[صحيح دی] [مسلم روايت کړی دی]

الشرح

جبرائیل علیه السلام د نبي ﷺ تر څنګ ناست و، نو له اسمانه یې داسې غږ واورېد لکه د دروازې د پرانیستل کېدو، بیا یې سر پورته کړ او اسمان ته یې وکتل، بیا نبي ﷺ وویل چې دا د اسمان یوه دروازه ده چې نن پرانیستل شوه، مخکې لدې هېڅکله نه وه پرانیستل شوې، له هغې څخه یوه ملايکه ځمکې ته راکښته شوه چې تر دې مخکې هېڅکله نه وه راغلې، هغې ملاېکې په نبي صلی الله علیه وسلم سلام واچاوه او ورته یې وویل: تاته دې د دوو رڼا ګانو زېری مبارک وي، چې تر تا مخکې هېڅ نبي ته نه دي ورکړل شوي؛ هغه دواړه: سورت الفاتحة او بل د سورة البقرې وروستي دوه آیتونه دي. بیا ملاېکې وویل: هېڅوک له دې دواړو څخه یو حرف نه لولي مګر دا چې الله تعالی به پرې ورته هغه خېر دعا او غوښتنه ورکوي چې پدې کې دي.

فوائد الحديث

د فاتحې سورت او د بقرې سورت د دوو وروستیو آیتونو فضیلت، او د هغوی د لوستلو او پرې عمل کولو ټینګار.

اسمان دروازې لري چې له هغو څخه الهي امر راکوزېږي، او یوازې د الله په امر پرانیستل کېږي.

د الله تعالی سره د نبي ﷺ د لوړ مقام بیان، چې هغه ته یې داسې عزت ورکړی چې تر ده مخکې یې نورو نبیانو ته نه دی ورکړل شوی چې هغه دا دوه رڼاګانې دي.

د الله تعالی لور ته د بلنې ورکولو له طریقو څخه یوه دا ده چې خلکو ته د خیر زېری ورکړل شي.

التصنيفات

د سورتونو او آیتونو فضیلت, ملايکې