کله دې چې یو دینار دې د الله په لاره کې مصرف کړی وي، یو دینار دې د غلام د آزادولو لپاره مصرف کړی وي، یو دینار دې مسکین ته ورکړی وي او یو دینار دې پر خپلې کورنۍ مصرف کړی …

کله دې چې یو دینار دې د الله په لاره کې مصرف کړی وي، یو دینار دې د غلام د آزادولو لپاره مصرف کړی وي، یو دینار دې مسکین ته ورکړی وي او یو دینار دې پر خپلې کورنۍ مصرف کړی وي— نو له دې ټولو هغه دینار ډېر اجر لري چې پر خپلې کورنۍ دې مصرف کړی وي

له ابوهریره رضی الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: کله دې چې یو دینار دې د الله په لاره کې مصرف کړی وي، یو دینار دې د غلام د آزادولو لپاره مصرف کړی وي، یو دینار دې مسکین ته ورکړی وي او یو دینار دې پر خپلې کورنۍ مصرف کړی وي— نو له دې ټولو هغه دینار ډېر اجر لري چې پر خپلې کورنۍ دې مصرف کړی وي.

[صحيح] [مسلم روايت کړی دی]

الشرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم د نفقې ځینې قسمونه ذکر کړل ویې فرمایل: یو دینار چې ته یې د الله په لار کې مصرفوې، یو دینار چې ته یې د غلام آزادولو لپاره ورکوې، یو دینار چې ته یې مسکین ته صدقه ورکوې او یو دینار چې ته یې پر خپل اهل (کورنۍ) مصرفوې — نو د الله تعالی سره تر ټولو زیات اجر لرونکی دینار هغه دی چې ته یې پر خپلې کورنۍ، اولادونو او هغه چا مصرفوې چې نفقه یې ستا تر غاړې وي.

فوائد الحديث

د الله په لاره کې د مصرف دروازې ډېرې دي.

کله چې د انفاق لارې زیاتې وي، او ټولې د انسان له وسې پوره نه وي، نو باید لومړیتوب په پام کې ونیول شي لکه: د کورنۍ نفقې ته لومړیتوب ورکول.

امام نووي د مسلم په شرحه کې ویلي:

د اولادې پر نفقه لدې امله ټینګار شوی او لوی اجر یې بیان شوی چې په دوی کې د ځینو نفقه د خپلوۍ له امله واجب ده او په ځینو نفقه د خېرات او خپلوۍ له امله مستحب ده، او پر ځینو لګښت د نکاح یا غلامۍ له امله واجب دی چې دا ټول د فضیلت وړ دي او ټینګار پرې شوی او له نفلي صدقې څخه غوره دي.

السندي وایي: د نبي کریم ﷺ دا وینا چې " یو هغه دینار دی چې پر خپل عیال یې مصرفوي" معنا دا ده چې د انسان نیت پرې د الله تعالی خوښي وي او د بیلګې په توګه دا یې د عیال حق ګڼلی وي.

ابو قلابه وایي: څوک به له هغه سړي نه زیات اجر ولري، چې پر خپلو کوچنیو اولادونو مصرف کوي چې د هغوی پرده وساتي، یا الله تعالی د هغه له برکته هغوی ته ګټه رسوي او بې‌نیازه یې کړي؟!

التصنيفات

نفقې, نفلي صدقه (خیرات)