ډېرې ښځې د محمد ﷺ کورنۍ ته راغلې او د خپلو خاوندانو څخه شکایت کوي، دا کسان ستاسو له غوره خلکو څخه نه دي

ډېرې ښځې د محمد ﷺ کورنۍ ته راغلې او د خپلو خاوندانو څخه شکایت کوي، دا کسان ستاسو له غوره خلکو څخه نه دي

له إِيَاسِ بْنِ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ أَبِي ذُبَابٍ رَضيَ اللهُ عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله ﷺ فرمایلي: «د الله وینځې مه وهئ » بیا عمر رضي الله عنه رسول الله صلي الله علیه وسلم ته راغی او ویې ویل چې: ښځې پر خپلو مېړونو زړورې شوې دي، نو هغه دوهلو اجازه ورکړه، خو وروسته ډېری ښځې د رسول الله ﷺ کورنۍ ته راغلې او له خپلو مېړونو یې شکایت وکړ، نو نبي ﷺ وفرمایل:«ډېرې ښځې د محمد ﷺ کورنۍ ته راغلې او د خپلو خاوندانو څخه شکایت کوي، دا کسان ستاسو له غوره خلکو څخه نه دي».

[صحيح دی] [ابو داود او ابن ماجه روایت کړی دی]

الشرح

نبي ﷺ د ښځو له وهلو منع وکړه، نو امیرالمؤمنین عمر بن الخطاب رضي الله عنه راغی او ویې ویل: ای د الله رسوله! ښځې پر خپلو مېړونو زړورې شوې دي او اخلاق یې خراب شوي دي. نو رسول الله ﷺ د لامل د شتون پر مهال د ښځو لږ وهلو ته اجازه ورکړه، د بېلګې په توګه که چېرته د مېړه د حق له ادا کولو څخه سر غړاوی وکړي، او یا دې ته ورته حالتونه. بیا ډېرې ښځې د نبي ﷺ د مېرمنو خواته راغلې او شکایت یې وکړ چې مېړونه یې سختې وهي او له دې اجازې ناوړه ګټه اخلي، نو رسول الله ﷺ وفرمایل: هغه سړي چې خپلې ښځې سختې وهي، ستاسو له غوره خلکو څخه نه دي.

فوائد الحديث

د ښځو سره د ښه چلند د فضیلت بیان، او دا چې پر هغوی صبر کول او له تېروتنو یې تېرېدل یې تر وهلو څخه غوره دي.

الله تعالی وهل د سرغړونې د درملنې لپاره وروستی پړاو ټاکلی، او فرمایلي یې دي: (‌وَاللَّاتِي ‌تَخَافُونَ ‌نُشُوزَهُنَّ ‌فَعِظُوهُنَّ ‌وَاهْجُرُوهُنَّ ‌فِي ‌الْمَضَاجِعِ ‌وَاضْرِبُوهُنَّ فَإِنْ أَطَعْنَكُمْ فَلَا تَبْغُوا عَلَيْهِنَّ سَبِيلًا إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلِيًّا كَبِيرًا) [النساء: 34]، ( او تاسي چې دکومو ښځو له سرغړونې څخه اندېښمن یاست ، هغوی لومړی پوه کړئ بیا دخوب ځایونه ورڅخه جلا کړئ او بیا ویې وهئ نو که هغوی ستاسي فرمان برداري شي نو هغو ته دلاس غځونې لپاره بیځایه پلمې مه جوړوئ باور ولرئ چې له پاسه الله شته چې لوړ او لوی دی. دا درې مرحلې د ترتیب لپاره دي، نه دا چې ټولې یوځای وکارول شي؛ لومړی نصیحت، که ګټه یې وکړه ښه ده، که نه بیا خوب ځای جلا کول، او که بیا یې هم ګټه ونه کړه، نو سپک تأدیبي وهل، نه د غچ اخیستلو لپاره.

سړی په خپل کور کې سرپرست دی، نو باید خپله کورنۍ د حکمت او ښه نصیحت سره وروزي او سمبال یې کړي.

عالم ته د هغه د فتوا په اړه مراجعه کول جائز دي، تر څو یې پایلې او عواقب معلوم شي.

که چېرته هغه څوک زیانمن شي چې شکایت پرې شوی، نو امیر او یا عالم ته یې په اړه شکایت کول جائز دي.

التصنيفات

فضایل او آداب, د ښځې او خاوند تر منځ ژوند