الْوَرِقُ بِالذَّهَبِ رِبًا، إِلَّا هَاءَ وَهَاءَ، وَالْبُرُّ بِالْبُرِّ رِبًا، إِلَّا هَاءَ وَهَاءَ، وَالشَّعِيرُ بِالشَّعِيرِ رِبًا، إِلَّا هَاءَ وَهَاءَ،…

الْوَرِقُ بِالذَّهَبِ رِبًا، إِلَّا هَاءَ وَهَاءَ، وَالْبُرُّ بِالْبُرِّ رِبًا، إِلَّا هَاءَ وَهَاءَ، وَالشَّعِيرُ بِالشَّعِيرِ رِبًا، إِلَّا هَاءَ وَهَاءَ، وَالتَّمْرُ بِالتَّمْرِ رِبًا، إِلَّا هَاءَ وَهَاءَ». «سپین زر په سرو زرو بدلول سود دی مګر دا چې لاس په لاس وي، او غنم په غنمو بدلول سود دی مګر دا چې لاس په لاس وي، او وربشې په وربشو بدلول سود دی مګر دا چې لاس په لاس وي، او خرما په خرما بدلول سود دی مګر دا چې لاس په لاس وي

د مالک بن اوس بن الحدثان نه روایت دی وایي چې: ما وویل چې څوک درهم بدلوي؟ نو طلحه بن عبید الله د عمر بن الخطاب سره و، هغه وویل: موږ ته دې خپل زر راوښایه، کله چې زموږ خادم راشي، موږ به تاته د سپینو زرو روپۍ درکړو - نو عمر بن الخطاب وویل: نه! په الله قسم چې همدا اوس به یې د سپینو زرو روپۍ ورکوې او یا به یې زر بېرته ورکوې، ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «الْوَرِقُ بِالذَّهَبِ رِبًا، إِلَّا هَاءَ وَهَاءَ، وَالْبُرُّ بِالْبُرِّ رِبًا، إِلَّا هَاءَ وَهَاءَ، وَالشَّعِيرُ بِالشَّعِيرِ رِبًا، إِلَّا هَاءَ وَهَاءَ، وَالتَّمْرُ بِالتَّمْرِ رِبًا، إِلَّا هَاءَ وَهَاءَ». «سپین زر په سرو زرو بدلول سود دی مګر دا چې لاس په لاس وي، او غنم په غنمو بدلول سود دی مګر دا چې لاس په لاس وي، او وربشې په وربشو بدلول سود دی مګر دا چې لاس په لاس وي، او خرما په خرما بدلول سود دی مګر دا چې لاس په لاس وي».

[صحيح] [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)]

الشرح

یو تابعي چې مالک بن اوس دی وایې چې له هغه سره د سرو زرو دینارونه وو او غوښتل یې چې د سپینو زرو په درهمو یې بدل کړي، نو طلحة بن عبید الله رضي الله عنه ورته وویل: خپل دینارونه دې موږ ته راکړه چې ویې ګورم! بیا یې چې کله د اخیستلو اراده وکړه نو ورته یې وویل: کله چې زموږ خادم راغی بیا راشه چې د سپینو زرو دینارونه درکړم، دا په داسې حال کې چې عمر بن الخطاب رضي الله عنه په مجلس کې حاضر و، نو دا ډول راکړه ورکړه یې بده وګڼله، او طلحه ته یې قسم ورکړ چې سپین زر همدا اوس ورکړي او یا یې بېرته خپل هغه سره زر ورکړي چې ترې اخیستي یې وو، او د دې لامل یې داسې بیان کړ چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې د سرو زرو په بدل کې د سپينو زرو خرڅول او یا برعکس راکړه ورکړه باید لاس په لاس وشي، او دا ورکړه باېد سود او باطله بیعه وي، نو سره زر په سپینو زرو او سپین زر په سرو زرو خرڅول روا نه دي مګر دا چې لاس په لاس وي او له یو بل څخه یې سملاسي تر لاسه کړي، همدا رنګه اوړه په اوړو، غنم په غنمو ، وربشې په وربشو ، خرما په خرما نه خرڅېږي مګر دا چې سره په وزن او پيمانه کې برابر وي، او دا راکړه ورکړه باید لاس په لاس تر سره شي، له دې شیانو څخه هېڅ شی داسې نه خرڅېږي چې یو یې حاضر او بل یې په نېټه وي، همدارنګه مخکې له دې به سره پلورونکی او پېرونکی نه جلا کېږي چې جنس یې تر لاسه کړی نه وي.

فوائد الحديث

په دې حدیث کې پنځه ډوله شیان ذکر شوي دي: سره زر، سپین زر، غنم، وربشې او خرما، نو که چېرته یو جنس په خپلو کې سره خرڅ راخرڅ شي نو باید دوه شرطه پکې وي: تقابض یعنې په هغه مجلس کې چې بیعه پکې تر سره کېږي باید پېرونکی جنس او پلورونکی قیمت تر لاسه کړي. او بل په وزن کې یو شی والی لکه: سره زر په سرو زرو، او که داسې ونه شي نو د زیاتوالي سود په کې راځي، او که چېرته جنسونه سره مختلف وو لکه: غنم په سپینو زرو نو بیا د عقد د صحت لپاره یو شرط لازم دی چې هغه د عقد په مجلس کې قبضول دي، که نه نو د نیټې سود پکې راځي.

د عقد له مجلس څخه مراد: د راکړې ورکړې ځای دی، برابره خبره ده که پلورونکی اوپېرونکی ناست وي، روان وي او یا سپاره وي، او له جلا کېدو څخه موخه هغه جلا کېدل دي چې خلک یې په دودیز ډول جلا کېدل بولي.

په حدیث کې ممانعت د سرو زرو ټولو ډولونو ته شامل دی؛ هغه که وهل شوي سکه وي (لکه دینار) او یا بل ډول، همدا رنګه د سپینو زرو ټول ډولونه؛ که وهل شوي (لکه درهم) او ناوهل شوي.

نن سبا په نغدي اسعارو کې هم هغه څه واجب دي چې د سرو او سپینو زرو په راکړې ورکړې کې واجب و، یعنې که چېرته دې غوښتل چې یوه کرنسي (بانکنوټونه) پر بله تبادله کړې لکه ریال په درهم، نو د دواړو خواوو د موافقې سره سم په زیادت باندې تبادله روا ده. خو د خرڅلاو په مجلس کې باید هر یو خپلې پیسې قبض کړي، کنه معامله باطلېږي او په حرامه سودي معامله اوړي.

سودي معاملې روا نه دي او عقد یې باطل دی، که څه هم دواړه طرفه پرې راضي وي؛ ځکه چې اسلام د انسان او ټولنې دواړو د حق ساتنه کوي، اګر که دی ترې تېر هم شي.

هغه څوک به د منکر مخنیوی کوي چې په وس یې پوره وي.

له بدۍ د منع کولو پر مهال د دلیل ذکر کول، لکه څنګه چې عمر بن الخطاب رضي الله عنه څخه ذکر کړ.

التصنيفات

سود