إعدادات العرض
هېڅ یوه ښځه دې پر یو مړي له درې ورځو زیات خپل ډول او سنګار نه پرېږدي مګر د خپل مېړه د مړینې له امله چې پر هغې به څلور میاشتې او لس ورځې غمرازي کوي (ډول او سینګار به نه…
هېڅ یوه ښځه دې پر یو مړي له درې ورځو زیات خپل ډول او سنګار نه پرېږدي مګر د خپل مېړه د مړینې له امله چې پر هغې به څلور میاشتې او لس ورځې غمرازي کوي (ډول او سینګار به نه کوي)
د ام عطیه رضي الله عنها څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «هېڅ یوه ښځه دې پر یو مړي له درې ورځو زیات خپل ډول او سنګار نه پرېږدي مګر د خپل مېړه د مړینې له امله چې پر هغې به څلور میاشتې او لس ورځې غمرازي کوي (ډول او سینګار به نه کوي) هغه باید رنګینې جامې وا نه غوندي پرته له ساده جامو (عصب) څخه، او نه دې رانجه کوي او نه دې خوشبویي کاروي، مګر دا چې کله پاکه شوه بیا کولی شي چې دوه ډوله خوشبوي (بخور) چې (قُسْط او أَظْفَار) دي وکاروي».
الترجمة
العربية বাংলা Bosanski English Español فارسی Français Indonesia Русский Tagalog Türkçe اردو 中文 हिन्दी ئۇيغۇرچە Hausa Português Kurdî Tiếng Việt Magyar ქართული Kiswahili සිංහල Română অসমীয়া ไทย मराठी دری አማርኛ ភាសាខ្មែរ Nederlands Македонски ગુજરાતી ਪੰਜਾਬੀ മലയാളം ಕನ್ನಡ తెలుగు မြန်မာالشرح
نبي ﷺ پر مړي د غمرازۍ له امله ښځې منع کړي چې له درې ورځو زیات ډول او سینګار پرېږدي، برابره خبره ده که مړی یې: پلار، ورور، زوی او نور وي، مګر دا چې خاوند یې مړ شي، نو د څلورو میاشتو او لس ورځو په موده کې به ډول او سینګار نه کوي، په دې موده کې به ښځه رنګه کالي نه اغوندي مګر هغه یمنۍ تکه چې له اوبدلو وړاندې رنګ شوي وي، نه به د سینګار په موخه سترګي توروي، او نه به خوشبویي او داسې نور څه کاروي، مګر دا چې کله غواړي له حیض څخه د پاکېدو لپاره غسل وکړي، بیا کولی شي په یوه تکه د قسط او اظفار له خوشبویانو څخه وکاروي، دا دواړه یو ډول بخور دي چې موخه ورڅخه خوشبویي نه وي، یوازې حائضه ښځو ته یې د کارونې اجازه ورکړل شوې ده تر څو د حیض بد بویي ورکه کړي، او د دې لپاره په شرمګاه کې کارېږي چې د وینې اثر او بدبویۍ پرې ورکه شي، نه دا چې د ډول او سینګار لپاره دي.فوائد الحديث
الإحداد: د سینګار او هغه څه پرېښودل دي چې له امله یې خلک نکاح ته لیواله کېږي، نو ورته په کار دي چې له هر ډول زیوراتو، خوشبویۍ، رنجو او زینتي کالیو اغوستلو ډډه وکړي.
د ښځو لپاره پر مړي له دریو ورځو څخه د زیات وخت لپاره د ډول او سینګار پرېښودلو ممانعت، مګر دا چې مړی یې خاوند وي.
د خاوند د مرتبې بیان: چې له هغه پرته پر بل چا له دریو ورځو زیاته غمرازي نه کېږي.
د غم د سپکولو په موخه له درېو ورځو وروسته ورته ډول او سینګار روا دی.
د ښځې لپاره د خپل مېړه د مړینې په صورت کې څلور میاشتې او لس ورځې زینت پرېښودل واجب دي، مګر دا چې حامله وي نو بیا یې عدت د حمل زیږول دي.
ورته روا دي چې له زینت پرته رنګه کالي واغوندي، او پدې اړه دود ته اعتبار ورکول کېږي.
