د عالم فضیلت پر عابد داسې دی لکه زما فضیلت ستاسو پر یو عادي انسان

د عالم فضیلت پر عابد داسې دی لکه زما فضیلت ستاسو پر یو عادي انسان

د ابو امامه الباهلي رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: رسول الله ﷺ ته دوه کسان یاد شول چې یو یې عابد او بل یې عالم و، نو رسول الله ﷺ وفرمایل: « د عالم فضیلت پر عابد داسې دی لکه زما فضیلت ستاسو پر یو عادي انسان" بیا رسول الله ﷺ وفرمایل: "خامخا الله جل جلاله، ملایکې، د آسمانونو او ځمکو ټول خلک، حتی مېږی په ځاله کې او ماهي ټول د هغه ښوونکي لپاره د خېر دعا کوي چې خلکو ته خېر رسوي".

[حسن لغيره دی] [الترمذي روایت کړی دی]

الشرح

رسول الله ﷺ ته د دوو کسانو یادونه وشوه چې یو یې عابد (عبادت کوونکی) او بل عالم دی چې کوم یې غوره دی. نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: په شرعي علومو پوه عالم چې په علم عمل کوي او نورو ته یې ښیي، پر هغه تن چې یوازې عبادت کوي او د علم په اړینو مسایلو پوه وي دومره فضیلت لري لکه څومره چې رسول الله ﷺ پر عادي صحابه کرامو درلود. بیا رسول الله ﷺ د دې سبب بیان کړ چې ولې د عالم مقام لوړ دی: ځکه چې الله تعالی، د الله تعالی هغه پرېښتې چې عرش یې پر اوږو دی او د اسمانونو ټولې پرېښتې، او د ځمکې ټول انسانان، پېریان او حیوانات—حتی مېږی په خپله ځاله کې او ماهیان په سمندر کې — ټول د هغه چا لپاره دعا کوي چې خلکو ته د دین علم ورزده کوي، ځکه په همدې علم کې د خلکو نجات او بریالیتوب دی.

فوائد الحديث

الله تعالی ته د بلنې له طریقو یوه دا ده چې خلک تشویق شي او مثالونه ورته بیان شي.

التصنيفات

د علم فضیلت