اللَّهُمَّ قِنِي عَذَابَكَ يَوْمَ تَجْمَعُ أَوْ تَبْعَثُ عِبَادَكَ" ای الله، په هغې ورځ ما له عذاب څخه وساته چې ته خپل بندګان پکې راټولوې او يا راپاڅوې

اللَّهُمَّ قِنِي عَذَابَكَ يَوْمَ تَجْمَعُ أَوْ تَبْعَثُ عِبَادَكَ" ای الله، په هغې ورځ ما له عذاب څخه وساته چې ته خپل بندګان پکې راټولوې او يا راپاڅوې

له حذیفه بن الیمان رضي الله عنه څخه روایت دی چې : کله به چې رسول الله ﷺ د ویده کېدو اراده کوله، نو خپل لاس به یې د خپل سر لاندې کېښود او بیا به یې دا دعا ویله: "اللَّهُمَّ قِنِي عَذَابَكَ يَوْمَ تَجْمَعُ أَوْ تَبْعَثُ عِبَادَكَ" ای الله، په هغې ورځ ما له عذاب څخه وساته چې ته خپل بندګان پکې راټولوې او يا راپاڅوې».

[صحيح دی] [الترمذي روایت کړی دی]

الشرح

کله به چې رسول الله ﷺ د ویده کېدو لپاره بستر ته تلو، نو ښي لاس به یې د سر لاندې کېښود او خپل ښي طرف یې پرې کېښود او ویل به یې: «اللَّهُمَّ» زما ربه «قِنِي» ومې ساته، «عَذَابَكَ» ستا له سزا څخه، «يَوْمَ تَجْمَعُ أَوْ تَبْعَثُ عِبَادَكَ» یعنې په هغه ورځ چې د قیامت په ورځ دې بندګان د حساب لپاره راپورته کوې.

فوائد الحديث

د دې مبارکې دعا فضیلت، او د نبي صلی الله علیه وسلم پسې د اقتداء له مخې پرې دوامداره عمل کول.

په ښي اړخ څملاستل مستحب دي.

سندي ویلي: د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا دعا چې: (اللهم قني عذابك) پدې دلیل دی چې عاقل انسان باید خپل خوب د مرګ د را په زړه کولو لپاره وسیله وګرځوي او دا چې بېرته به راژوندی کېږي.

د قیامت په ورځ د الله جل جلاله له عذاب څخه خونديتوب د الله جل جلاله په فضل او رحم سره وي چې بنده ته د نېکو کارونو توفیق ورکړي او ګناهونه یې وبخښي.

د خپل رب او مالک پر وړاندې د رسول الله صلی الله علیه وسلم عاجزي.

د حشر او معاد ثبوت، او دا چې خلک به خپل پالونکي ته ورستانه شي ترڅو یې د عملونو حساب ور سره وشي. نو چا چې خېر وموند د الله تعالی شکر دې ادا کړي، او چا چې لدې پرته بل څه وموندل نو یوازې خپل نفس دې ملامته کړي، ځکه دا د بندګانو عملونه دي چې الله تعالی یې بندګانو ته شمېري.

د ویده کېدو پر مهال د رسول الله صلی الله علیه وسلم د حالاتو په بیانولو د صحابه کرامو رضي الله عنهم ټینګار.

د هغه دا وینا "وضع يده اليمنى تحت خده" یعنې دا چې خپل ښی لاس به یې د خپل ښي مخ لاندې کاوه، نو دا د هغه صلی الله علیه وسلم عادت و چې په هر څه کې به یې ښي لور ته لومړیتوب ورکاوه، مګر دا چې دلیل په بل مخالف لور دلالت وکړي.

پر ښي اړخ د خوب کولو سره انسان ژر بیدارېږي، ځکه چې په دې حالت کې زړه ثابت نه وي. همداراز، دا د زړه لپاره راحت دی ځکه چې زړه د بدن په چپ اړخ کې موقعیت لري، که یو انسان پر چپ اړخ ویده شي، دا به د زړه لپاره زیانمن وي ځکه چې د بدن نور غړي په زړه راوښتي وي.

التصنيفات

د خوب او له خوب څخه د راپاڅېدلو ادبونه