?إِذَا قَالَ الْمُؤَذِّنُ: اللهُ أَكْبَرُ اللهُ أَكْبَرُ، فَقَالَ أَحَدُكُمُ: اللهُ أَكْبَرُ اللهُ أَكْبَرُ

?إِذَا قَالَ الْمُؤَذِّنُ: اللهُ أَكْبَرُ اللهُ أَكْبَرُ، فَقَالَ أَحَدُكُمُ: اللهُ أَكْبَرُ اللهُ أَكْبَرُ

له عمر بن الخطاب رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «إِذَا قَالَ الْمُؤَذِّنُ: اللهُ أَكْبَرُ اللهُ أَكْبَرُ، فَقَالَ أَحَدُكُمُ: اللهُ أَكْبَرُ اللهُ أَكْبَرُ، ثُمَّ قَالَ: أَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ، قَالَ: أَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ، ثُمَّ قَالَ: أَشْهَدُ أَنَّ مُحَمَّدًا رَسُولُ اللهِ، قَالَ: أَشْهَدُ أَنَّ مُحَمَّدًا رَسُولُ اللهِ، ثُمَّ قَالَ: حَيَّ عَلَى الصَّلَاةِ، قَالَ: لَا حَوْلَ وَلَا قُوَّةَ إِلَّا بِاللهِ، ثُمَّ قَالَ: حَيَّ عَلَى الْفَلَاحِ، قَالَ: لَا حَوْلَ وَلَا قُوَّةَ إِلَّا بِاللهِ، ثُمَّ قَالَ: اللهُ أَكْبَرُ اللهُ أَكْبَرُ، قَالَ: اللهُ أَكْبَرُ اللهُ أَكْبَرُ، ثُمَّ قَالَ: لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ، قَالَ: لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ مِنْ قَلْبِهِ دَخَلَ الْجَنَّةَ». «کله چې اذان کوونکی: اللهُ أَكْبَرُ اللهُ أَكْبَرُ ووایي: نو ستاسو څخه دې یو اللهُ أَكْبَرُ اللهُ أَكْبَرُ ، ووایي، بیا چې (اذان کوونکی) أَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ ووایي، دا دې هم : أَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ ووایي. بیا چې (اذان کوونکی) أَشْهَدُ أَنَّ مُحَمَّدًا رَسُولُ اللهِ ووايی، نو دا دې هم : أَشْهَدُ أَنَّ مُحَمَّدًا رَسُولُ اللهِ ووايي، بیا چې (اذان کوونکی) حَيَّ عَلَى الصَّلَاةِ ووایي او دې به: لَا حَوْلَ وَلَا قُوَّةَ إِلَّا بِاللهِ ووایي. بیا چې (اذان کوونکی) حَيَّ عَلَى الْفَلَاحِ ووایي، دا به: لَا حَوْلَ وَلَا قُوَّةَ إِلَّا بِاللهِ ووایي، بیا چې مؤذن: اللهُ أَكْبَرُ اللهُ أَكْبَرُ ووايي، دا به هم: اللهُ أَكْبَرُ اللهُ أَكْبَرُ ووايي. بیا چې (اذان کوونکی) لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ ووایي، او دا د زړه نه: لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ، ووایي، نو جنت ته داخل شو».

[صحيح] [مسلم روايت کړی دی]

الشرح

اذان خلکو ته د وخت د داخلېدلو په اړه خبر ورکوي، او د آذان کلمې د ایماني عقیدې ټولګه ده. په دې حدیث کې رسول الله صلی الله علیه وسلم د اذان د اورېدو پر مهال بیانوي چې اورېدونکی به د اذان کوونکي په څېر الفاظ ووایي، کله چې اذان کوونکی " الله أكبر" ووایي: نو اورېدنکی هم: " الله أكبر" وایي او همداسې ورپسې، تر دې چې کله اذان کوونکی "حي على الصلاة" او "حي على الفلاح"، ووایي نو اورېدونکی به "لا حول ولا قوة إلا بالله" ووایي. او رسول الله صلی الله علیه وسلم دا هم بیان کړه چې چا له مؤذن سره د زړه له اخلاصه (د اذان کلمې) تکرار کړې، نو جنت ته به داخل شي. او د اذان د کلمو معنا (په لاندې ډول ده) "الله أكبر": یعنې دا چې هغه پاک ذات تر ټولو لوی، معزز او له هر شي څخه ستر دی. "أشهد أن لا إله إلا الله": یعنې له الله پرته پر حقه بل معبود نشته. "أشهد أن محمّدًا رسول الله": یعنې زه په خپله ژبه او زړه اعتراف کوم او شاهدي ورکوم چې محمد د الله رسول دی، د الله لخوا رالیږل شوی او اطاعت یې واجب دی. "حيَّ على الصَّلاة" یعنې لمانځه ته راشئ، او د اورېدونکي دا وینا "لا حول ولا قوَّة إلّا بالله"، دا معنا لري چې د اطاعت له موانعو څخه د خلاصون لپاره حیله او یا د کولو لپاره یې ځواک او قدرت نشته مګر د الله تعالی په توفیق سره. "حيَّ على الفلاح" یعنې د کامیابۍ سبب ته راشئ، چې هغه جنت ګټل او له اور څخه ژغورل دي.

فوائد الحديث

اذان کوونکي ته د هغه د وینا په څېر په الفاظو سره جواب ورکول، پرته له حي علی الصلاة او حي الفلاح څخه، چې هلته به یې په ځواب کې " لا حول ولا قوة إلا بالله" وایي.

التصنيفات

د ذکر فضیلت, د ذکر فضیلت, اذان او اقامت, اذان او اقامت