بې‌شکه لومړۍ ډله چې جنت ته به داخلېږي، د بدر د شپې (څوارلسمې) سپوږمۍ په څېر به ښکلي وي؛ بیا ورپسې کسان به د آسمان د تر ټولو روڼ ستوري په شان ځلېږي

بې‌شکه لومړۍ ډله چې جنت ته به داخلېږي، د بدر د شپې (څوارلسمې) سپوږمۍ په څېر به ښکلي وي؛ بیا ورپسې کسان به د آسمان د تر ټولو روڼ ستوري په شان ځلېږي

له ابوهریره رضی الله عنه نه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: بې‌شکه لومړۍ ډله چې جنت ته به داخلېږي، د بدر د شپې (څوارلسمې) سپوږمۍ په څېر به ښکلي وي؛ بیا ورپسې کسان به د آسمان د تر ټولو روڼ ستوري په شان ځلېږي دوی به نه تشې متیازې کوي او نه ډکې، او نه به لیاړې او بلغم تو کوي، د هغوی ږمنځې به له سرو زرو څخه وي او خولې (عرق) به یې مشک وي، بخورونه (د خوشبویۍ مواد) به یې د (عود الأنجوج) څخه وي (دا د خوشبویه لرګي یو ښه کیفیت لرونکی لرګی دی چې د دودولو پر مهال ښایسته بوی کوي)، یو ډول خوشبویي ده، ښځې به یې حورالعین وي، ټول به د یوه سړي په شکل وي؛ د خپل پلار آدم په صورت، چې قد به یې شپېته ذراعه لوړ وي».

[صحيح] [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)]

الشرح

نبي صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې د مؤمنانو لومړۍ ډله به چې جنت ته داخلېږي، مخونه به یې د بدر شپې د سپوږمۍ په شان روښانه وي، بیا به ورپسې هغه کسان وي چې د آسمان تر ټولو روښانه ځلیدونکي ستوري په څېر وي، دوی به د کمال ځانګړتیاوې لري چې نه به تشې متیازې کوي او نه ډکې، نه به لاړې تو کوي او نه بلغم، ږمنځې به یې د سرو زرو وي، خولې به یې د مشکو بوی لري، د بخورو د دودولو لوښي به یې تر ټولو ښایسته او پاکیزه بوی کوي، مېرمنې به یې حورالعین وي، دوی به په خلقت کې د یوه سړي په څېر وي؛ د خپل پلار آدم په څېر په صورت او قد کې چې قد به یې شپېته ذراعه لوړ وي.

فوائد الحديث

د جنتیانو صفت؛ او دا چې په جنت کې به دوی د درجو او اعمالو په لیدو یو له بل سره تفاوت لري.

(ذهن ته) د معنا او شرحې په نږدې کولو کې د تشبیه کارول.

قرطبي ویلي: کېدای شي وویل شي چې جنتیان ږمنځو ته څه اړتیا لري، حال دا چې هغوی به لغړزني وي او وېښتان به یې نه خیرنېږي، او هغوی به خوشبویۍ ته څه اړتیا لري، حال دا چې خپل بوی به یې له مشکو نه زیات ښایسته او پاکیزه وي؟ وایي: د جنتیانو نعمتونه لکه خوراک، څښاک، جامې، خوشبويي — دا ټول به د لوږې، تندې، لوڅوالي یا بدبويۍ له امله نه وي، بلکې دا خالص خوندونه دي چې یو پر بل پسې به راځي، او حکمت یې دا دی چې دوی به له هغه ډول نعمتونو څخه برخمن کېږي چې په دنیا کې به ورکول کېدل.

التصنيفات

د اخرت په ورځ باندې ايمان, بل ژوند, د جنت او دوزخ صفتونه.